
اشرف غني مېرمن: پر حجاب د بندیز ملاتړ کوم
نن ټکی اسیا (جمعه، لړم ۹مه ۱۳۹۳ل): د افغانستان لومړۍ مېرمن رولا غني (بي بي ګل) په فرانسه کې پر حجاب لګېدلی بندیز ستایلی او دا يې پر ځای عمل بللی.
رولا غني په دې دلیل چې په حجاب کې ښځې ړندې ښکاري پر نقاب بندیز ستایلی دی. نوموړې د فرانس پریس خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي چې نوموړې د ښځو د حقوقو لپاره کار کوي.
ډیلي میل د رولا غني په اړه لیکلي چې لبناني الاصله امریکايۍ ده، په یوې مسیحۍ کورنۍ کې زیږیدلې او اوسمهال د افغانستان لومړۍ مېرمن ده.
لبنانۍ رولا چې د افغانو مېرمنو په دود یې ټیکری کله کله پر سر وي د فرانس پریس خبري اژانس سره په مرکه کې پر انجونو غږ کړی چې د حجاب لپاره دې ښوونځي نه پریږدي. په فرانس کې ښځې له دې امله له ښوونځیو او پوهنتونونو شړل کیږي چې حجاب يې پر سر کړی.
«ټولې هغه ځوانې انجونې چې علوم زده کوي، حجابونه چې د ښوونځي څخه دوی وباسي، باید ويې غورځوي».
په فرانسه کې د ټولو وضعي او دیني قوانینو خلاف په ۲۰۱۱ کې پر حجاب بندیز ولګېدلو چې پر ضد یې په فرانسه او نړۍ کې لاریونونه وشول او دا یې د شخصي ازادۍ ضد عمل وباله.
خو د اشرف غني میرمن رولا غني (بي بي ګل) بیا وايي چې نوموړې پر حجاب د بندیز ملاتړ کوي.
رولا غني فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې د حجاب پر ضد د فرانسې قانون په تصویبیدو او عملي کېدو د فرانس حکومت سره موافقه ده ځکه حجاب ښځې له دې منع کوي چې ازادې وګرځي او هر څه وګوري.
«حجاب د ړندو سره مشابهت لري، زه د فرانس حکومت دغه اقدام ملاتړ کوم».
رولا غني په ۲۰۰۲ کې کابل ته هغه مهال ستنه شوله چې اشرف غني احمدزی د ماليې وزیر شو.
نوموړې وايي چې اوسمهال د ښځو د حقوقو لپاره لاس په کار ده او کوښښ کوي چې په ټولنه کې د ښځو لپاره عزت پیدا کړي.
د رولا اشاره دې ته ده چې ښځې له کورونو ووځي، په بازارونو کې وګرځي، له پردیو نارینه و سره کیني، دندې وکړي، له نورو نامحرمو سره انډيوالي وپالي او په ژوند کې له واده وړاندې له نامحرمو سره لباسي مینه وکړي.
رولا غني چې څه موده وړاندې يې له بي بي سي سره په مرکه کې په دې اعتراف کړی و چې مسیحۍ ده.
د افغانستان په تاریخ کې دا لومړی ځل دی چې د ولسمشر مېرمن دې مسیحۍ وي.
افغانستان کې اوسمهال شاوخوا ۳۰ میلیونه وګړي اوسیږي چې ۹۹ سلنو څخه زیات يې مسلمانان دي.
شننونکي وايي چې د اشرف غني په مشرۍ د ګډ حکومت د راتګ سره د اسلام مبارک دین سره بې باکانه چلند پیل شوی. د حنیف اتمر لخوا د دیني مدرسو بندول، د افغانستان ایکسپریس ورځپاڼې لخوا الله جل جلاله، پیغمبر صلی الله علیه وسلم، قران او اسلام ته سپکاوی، پر قراني ایاتونو او احکامو اعتراضونه او وروستۍ يې د رولا غني څرګندونې دي.
گرانه وروره د امان الله خان پسی هم داسی ډیری خبری کیدی خو اوسی هغه خلک ګورو چی دامانی کورنی او د هغوی د طرفدارانو دد کورنیو نه ډیر آزاد ګرزی
لګ وخت ورکړی بیا به ګورو
لوراګۍ افغانستان ته هم د لبنان فکر کړی دی ، او د افغانستان په ميلينونو قربانۍ له پام غورځولي دي .
چې اباما د افغان ښځو له سره ټکری لرې نه کړ نه ته به يې په کوم جرأت لرې کړي .
ښه ده چې دا مرداره څهره دې خلکو ته ښه ښکاره شي
رولا باید ووژل شي دا مو ښځې راکافرانوي
افغانیستان یو له هغو اسلامی هوادونو څخه دی چه کلتور یی اسلامی دی او دا کلتور په اسانی نه پریژدی ځکه چه هم اسلامی د او هم کلتوری که سوک کومه صدمه ورته ورسوی نو جهاد ورته اعلان کوی
سلامونه او نیکی هیلی د اسلام مبارک دین یو کامل او بشپړ دین دی او د ټولنی ټولو قشرونو ته یی خپل حقونه په ښه بڼه ورسولی او پیژندلی دی. په حجاب د اسلام مبارک دین امر کړیده او باید دغه امر پر ځای شی، دا چه هر څوک له دغه امر څخه سرغړونه کوی باید د شریعت له نظره ورسره چلند وشی. بل دا چه پر جبر او زور له چا څخه حجاب لیری کول نه خو د دینی او شریعی اصولو سره برابر اصل دی او نه هم د دیموکراسی… او نورو سره، انسان ازاد پیدا دی او… نور لوستل »
ډیری شرمیدلی تبصره می کړی دی جاهلانو
دغه موضوع موږد امیر امان الله خان دوخت له تبلیغاتو سره مشابه کولای شو، اوس دښمن په دی پوه شو چه مملکت د ترقی خوا ته دحرکت په حال کی دی، نوریی هرڅه وکړل خو اوس فقط دغه یوه بهانه پاته وه چه له خپلو شومو نظریاتو څخه یی را وباسی. اسلام دهیچا منحصر دین نه دی هغه خپله لاره لری خپل قوانین لری، که څوک مسلما ن وی خپله عقیده په کوفرکی هم ساتلی شی او که څوک نیمچه مسلمان وی نو هغه په جومات کی هم فساد کولای شی، نو تاسی لږ وخت ورکړی په دغه نظام د… نور لوستل »
مسلمانو او خپلواکو افغانانو السلام علیکم : هغه خپلواکو ته زما سلام چه د دموکراسی له اسارته خپلواک دی ، له الله ج غیره بل طاعوت ته د بندګی سر نه ښکته کوی ، په همدی تبصرو او لیکنو کی غلامان او خپلواکان له ورایه ځلیږی ، د دی اړه نشته چه زه یی په نوم یاد کړم ، دهغه تبصری د هغه شیطانی یا خدایی تګلیاره مشخصه کوی . له بده او له نیکه مرغه زمونږ په ټاټوبی کی دواړه شتون لری د همدی امله زمونږ هیواد ته نه غلام او نه خپلواک هیواد تر اوسه ویلای شو ګورو… نور لوستل »
رحیمی او ده ته ورته احمقانو ته وایم جې داسې بې دینه او پې ناموسه ګوډاګیان افغانستان نشي جوړولۍ، ۱۳ کاله مو کرزي ته وخت وکړو څه يې وکړل؟ کوم فساد، جنایتونه او ظلمونه ول چې د نوموړی د یارانو او بادارانو لخوا د افغانستان پر اولس و نشول؟ نن هم هره ورځ دافغانستان هر کلئ د بې پیلوټه الوتکو لخوا بمباریږی او په لسګونه ښځې، ماشومان، سپین ږیري شهیدان کیږي او تاسو وایی جې اوس دې بې دینه لیوني ته وخت ورکړی چې وطن جوړ کړي!!! لعنت دې پر تاسو وي چې هیځ اسلامی او افغاني ارزښت ته درناوئ… نور لوستل »
تاسو د خدای پاک داسی غرق کړی لکه نمرود یی چی به اوبو کی غر ق کړ، اسیا نن په رښتیا چی د آی اس آی لپاره کار کوی
کوم دلیل لری؟
ملادی دټولو هغو خرو ماته سی چی افغانستان یی داسی تبا کړی دی دوی دی خدای داسی تبا کړی لکه جاپان چی په اوبو او سمندرونو غرکیږی امین