دسرنوشت ورځپاڼې مسؤل خوشی شو

asadullah_waheedi(نن ټکی اسیا) په تازه ترلاسه شویو خبرونو کې ویل شوي دسرنویشت ورځپاڼې مشر اسدالله وحیدي له دوې ورځې توقیف وروسته دافغان ولسمشر حامد کرزی په ځانګړي امر خوشي شو.

وحیدي دوې ورځې وړاندي دلويې څارنوالۍ له خوادرنګین دادفر سپنتا په امر ونیول شو. نوموړي په دې تور نیول شوي وو چې دملی امنیت دشورا مشر سپنتا دورور وحید طاهری دغیري قانوني وسلوالې ډلې په اړه یې معلومات خپاره کړل، سپنتا یې دنیولو لامل دا وباله چې ،په خبر کې یې دده نوم یاد کړي.

داسدالله وحیدي پر نیونه دخبریالانو او فرهنګي ټولنو مشرانوخواشیني ښکاره کړه او دنوموړی دژر خوشی کیدو غوښتونکي شول.

بریال

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د