د امریکا او غرب د ملګرو انجام

نښتر، کالم: له امریکایي جنته د محروم شویو بدمرغو د لړۍ په یوه کړۍ (رضاشاپهلوي) مو په تېر کالم کې خبرې وکړې دا لړۍ نوره هم غځوو او څو نوري بیلګې را اخلو. اناس تاسیوسو په نکاراګوا کې د امریکا مزدور و، په نکاراګوا کې کمونیستي خوځښتونه پیل شول امریکایانو ده ته وسلې او ډالر ورپیل کړل او د کمونیستانو پر خلاف یې د هغه مرسته پیل کړه، اناس تاسیوسو فکر کاوه چې دا یې فکري او د هیواد د ګټې جګړه ده نو اوږده موده وجنګیدی له ده سره د ده پلار هم په دې جګړو کې شریک و، ګواکې د اناس تاسیوسو دوو نسلونو په نکاراګوا کې د امریکایي ګټو له پاره جګړه روانه ولرله.

يه کال 1979م کې په نکاراګوا کې د اناس تاسیوسو له پاره حالات بدل او مشکل شول، او د امریکایانو د ګټو له پاره د هغه خدمت ته اړتیا پای ته ورسيدله، هغه ته امریکایانو اشاره ورکړه چې تښته، کله چې دی له نکاراګوا ووت غوښتل یې امریکا ته ځان ورسوي خو هغوی اجازه ور نکړه چې هیواد ته یې داخل شي، د هغه بانکي حساب یې کنګل کړ او د نکاراګوا حکومت ته یې د ده او د ده د اړوند خلکو په اړه پوره معلومات ورکړل، تاسیوسو ته د الله ویړه نړۍ سره تبۍ شوه په ځنګلونو او غارونو کې یې د پټپټاني ژوند ته اوږه ورکړه تر څو په کال 1980م کې په پیراګوی کې د ایسنشن په ښار کې د مرګي کومي ته ولویدی.

په کال 1973م کې په چیلي کې جنرال اګستو پنوشي د جنرال ایلینډو حکومت رانسکور کړ هغه یې وواژه او د چيلي حکومت د پنوشي لاس ته ورغی، په دې وخت کې کمونيستان واک او انقلاب ته په رسیدو وو او دا د امريکايانو له پاره لوی سردرد وو نو ځکه یې د پنوشي په کودتا سره د هغوی لاره ډب کړه، تر کال 1990م پوري جنرال اګستو پنوشي په واک کې پاتي شو او په دې اوولس کلونو کې یې دامریکایانو په اشارو په زرهاو هیوادوال ووژل، او د هغوی په امر یې په امریکا مخالف ډلو بندیزونه ولګول، په کال 1990م کې د جنرال اګستو پنوشي پر خلاف ولسي بغاوت اوج ته ورسید، د دې کال په مارچ کې پنوشي د واک پرېښودلو ته مجبور او لندن ته وتښتیدی.

جنرال پنوشي فکر کاوه د اوولس کلن چوپړ په بدل کې به اوس غرب د هغه تود هرکلی وکړي او نازونه به ورکړي خو لندن ته په رسیدو برتانوي پولیسو په خپل کور کې نظر بند کړ او یوکال پرلپسې په نظر بند کور کې د خپل بادار (غرب) میلمه و!، په دې موده کې به هر وخت دې اندېښنې کړاوه چې برتانیه به یې د چیلي نوي حکومت ته وسپاري او هغوی به یې محاکمه کړي، د برتانوي حکومت له خوا د نظربندي پرخلاف جنرال اګستو پنوشي څو ځله له امریکایانو مرسته وغوښتله خو هغوی آن د “نه” ځواب ورکولو تکلیف هم ونکړ.

د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې د امریکایانو وفا(!) ځپلي ګڼ شمیر نور غلامان هم تېر شوي دي لکه د انګولا باغي مشر جوناس سیومني، د پاناما جنرال نوریګا، د فلپاين فرډیننډ مارکوس، او نور.. دوی ټولو غرب او امریکایانو ته خدمتونه کړي دي، څه خدمتونه وو خو د هغوی په اشاره یې خپل ولس تر ستوني نیولی و دامریکایانو چې څوک نه خوښیدل هغه یې ترټل او وژل او په پای کې د خپل بادار له خوا دوی هم سپک او ورک شول.

غرب او امریکایان چې له چا کار او خدمت اخیستل غواړي نو لومړی د هغه کس په تشهیر کار پیل کړي، خپلې مشهورې هرډول رسنۍ هغه ته متوجه کړي، یوه ورځ CNNمرکه ورسره وکړي بله ورځ په واشګنټن پوسټ کې د هغې خبرې تر غوړ عنوان لاندي راشي، لنډه دا چې د غرب او امریکا مشهورې رسنۍ او هر ډول ميډيا د هغه شهرت ته ملا وتړي، دا خبرې تش تبلیغات او بې دلیله ادعا نده، که موږ لیږ متوجه شو وبه وینو چې په سیمه کې ډیر ورک او نابلده خلک په کمه موده کې د شهرت اوج ته رسیدلي دي او یا له غرب او امریکا میشتو نه داسي خلک د تشهیر د پروسې له لارې اړوند هیوادونو ته د دوی د چوپړ له پاره لیږل شوي چې هغوی پخوا نه کوم سيمييز شهرت لاره او نه کومه ځانګړې پوهه.

دا نادیده مخلوق په خپل وختي شهرت مست شي، د قدرت او واک جنون یې له پېښو نه د پند او عبرت اخیستنې ادراک وځپي بیا نو د ایران د رضا شا پهلوي، د چيلي د پنوشي او .. انجام ته توجه نه کوي او نه د امریکایانو او لویدیځوالو چالونو او د خپلو ګټو له پاره وختي اړیکو نه ويریږي، زموږ په هیواد کې هم ډیر مشران او کشران سیاستوال په دې جال کې نښتي دي دوی باید زموږ ذکر کړې بیلګې په یاد ولري یو څه غور په کې وکړي او له دې سره د امریکا د پخواني خارجه وزیر هنري کیسنجر دا وصیت دي هم واوري چې وایي: که ته د امریکا دښمن یې شونې ده وژغورل شې خو که ته د امریکا دوست یې ستا ژغورنه ناشونې ده. او یو عرب ډيپلمات وایي: که ته د امريکا دښمن یې په ګرانه بیه دي اخلي او که یې دوست یې نو ویړیا دي پلوري. کاش دوی د عبرت سترګې وغړوي او د غرب او امریکا د ملګرو له سپک او شرموونکي انجام نه پند او عبرت واخلي.

نښتر ،د استاد نعمان منلي کالم، نن ټکی اسیا

تبصرې (1)

  • نو بیا ټالیبان ولی د امریکا له غلامی لاس نه اخلی؟

    خو لږ یی پوهه کړی چه نور هیواد مه ورانوی چیری چه اذان کیژی ذبح کیژی د حق د غږ اذادی وی هلته د علمی او منطقی جهاد اهمیت دی د پزیکی جهاد حکم نشته

    که ادامه ورکوی د امریکا شتون ته علتونه برابروی ایا د امریکا اجیر یاست او نه پو هیژی؟