افغانستان

د بدخشان مرستیال والي: طالبان ډېره منظمه رهبري لري

نن ټکی اسیا (شنبه، لړم ۱۰مه، ۱۳۹۳ل): د بدخشان ولایت مرستیال ګل محمد بیدار د دې ولایت د دیني علماوو د ټولنې له غړو سره په ناسته کې وویل چې طالبان د یوې منظمې رهبري څښتنان دي.

نوموړي وویل چې دوی څو ځله له مرکزي دولته غوښتي چې له طالبانو سره د مقابلې لپاره باید دبدخشان د شرایطو برابر تشکیلات راکړي، خو هیڅ يې نه دي کړي.

د دیني علماوو مشر ابو امان سعدالله وویل چې دولت پردي زامن د خپلو ګټو لپاره وژني، چې دلته امنیت نه شي راوستلای، پخپله مخه دې لاړ شي.

د نوموړي په خبره دوی د دولتي اشخاصو د شخصي ګټو لپاره خپل اولادونه نه شي قرباني کولای.

په دغه ناسته کې چې د بدخشان د مرستیال والي ترمشرۍ لاندې وشوه، د دې ولایت څو تنو علماوو پکې ګډون کړی و.

هغوی له دولته وغوښتل چې په جګړه کې ښکېلو سیمو کې دوی نشي کولای، چې امنیت راولي نو پردي زامن دې نه وژني او هغه سیمې دې یو مخ طالبانو ته خوشي کړي.

دوی په دې ټینګار وکړ چې د وردوج په څو ورځنۍ جګړه کې تلفات تر هغو څو چنده ډېر دي چې دولت يې د رسنیو له لارې تبلیغوي.

یاده دې وي ورته غوښتنه د هلمند په جګړه کې ښکېلو سمیو مخورو هم له دولته کړې وه، چې هلته امنیتي مسوولین عام وګړي د طالبانو په نامه وژني خو له طالبانو سره د مقابلې وس نه لري، ښه به دا وي چې تر جګړې لاندې سیمه په خوښه طالبانو ته پرېښودل شي.

د بدخشان مرستیال والي په داسې حال کې د طالبانو په منظمه رهبرۍ اعتراف کوي چې د دې ولایت په وردوج او په ټوله کې په شمالي ولایتونو کې د طالبانو واک او ځواک دولتي مسوولین اندېښمن کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x