افغانستان

کابل: د اهل تشیع د مراسمو لپاره امنیتي تدابیرنیول شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، لړم ۱۰مه، ۱۳۹۳ل): په کابل ښار کې په بېلابېلو هغو ځایونو کې چې اهل تشیع مېشت دي، په رنګارنګ ټوټو شعارونه لیکل شوي او له همداسې ټوټو د خیراتونو د وېش لپاره غرفې جوړې شوي دي.

د ښار په نږدې هر واټ کې پولیس د پلټنو په موخه ولاړ وي، او ډېری له اطرافه راغلي وګړي، پوښتي، پلټي او د دوی په خبره له کاره ځنډوي.

وړاندې تر دې یاد مراسم د عادي ورځو په څېر بې له کوم امنیتي ټینګښته ترسره کېدل چې هیڅ ډول د وېرې احساس پکې نه کېده.

خو د نوي حکومت له پیل سره اهل تشیع افغانان پخپلو مراسمو کلکې امنیتي کړۍ غواړي او تر ډېره يې خیراتونه هم د خپلو خلکو لپاره شوي دي.

د ګډ حکومت د امنیت شورا د محرام الحرام میاشتې نه نږدې دوه اوونۍ وړاندې  د اهل تشیع د ځانګړو مراسمو د سم ترسره کېدو په موخه ناسته وکړه او د دې مراسمو امنیت يې په مهمو لومړیتوبونو کې وګاڼه.

په کابل کې اهل تشیع چې ټول يې دهزاره قوم څخه دي، د محرام الحرام د میاشتې له پیله تر لسمې ورځې پورې پخپلو ګڼ مېشتو ځایو کې غرفې جوړوي او خلکو ته خوراک او چای د خیرات او صدقې په توګه ورکوي.

په کابل کې د اهل تشیع ګڼ مېشت ځایونه، کارته سخي، دشت برچي او پامیر سینما نومي ځای ته څېرمه دي، چې په دې ځایونو کې د «تکیه ګاه» په نامه د خپلو عباداتو لپاره پراخ ځایونه لري.

د علی شاه په نامه یو تن راته وویل چې دوی په دې ورځو کې بې ځایه موسیقي نه غږوي، نوموړي ټينګار کاوه چې که له موسیقي سره هم د دې ورځو اړوند څه ویل شوي وي پروا نه لري.

یاده دې وي اهل تشیع د رواني قمري میاشتې په لسمه خپل مراسم پای ته رسوي په دغه ورځ د «کربلا» د پېښې په یاد کې خپل ځانونه په زنځیرانو وهي او د دوی په خبره پخوانی یاد تازه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x