افغانستان

پر بګرام راکټي برید شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، لړم ۱۰مه، ۱۳۹۳ل): د ملي دفاع وزارت مسوولین وايي چې تېره شپه په پروان ولایت کې د بهرنیو ځواکونو په پنډغالي دوه توغندي توغول شوي دي چې مرګ ـ ژوبله يې اړولې ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې د دوی ملګرو د خیبر عملیاتو په لړ کې تېره شپه نږدې دوه بجې په بګرام دوه فیره راکټ توغولي چې درنه مرګ ـ ژوبله يې اړولې ده.

د دفاع وزارت ویاند وايي چې په بګرام کې د یادو راکټونو له د لګېدو له امله بندیانو ته زیان اوښتی، د نوموړي په خبره شپږ ویشت تنه بندیان ټپیان شوي دي چې اوس تر درملنې لاندې دي.

طالبانو نه دي ویلي چې دوی د بګرام اډې په کومه برخه راکټ توغولي دي، خو ډېری وخت طالبان پر یاده اډه باندې د معلوماتو له مخې د تېلو په ذخیرو، د الوتکو  او وسلو په ساتنځایونو یاهم د بهرنیو عسکرو په مېشت ځایونو دا ډول بریدونه کوي.

یاده دې وي په تېره اوونۍ کې هم د کابل په خورا خوندي ساحو کې راکټونه لګیدلي و، چې د امنیتي مسوولینو په وینا زیان يې نه دی اړولی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x