كيږدۍ ادبي بهیر اونیز راپور

 

محمد انور علیمي

رحمت الله حکیمي دکیږدۍ ادبي بهیر پرله پسې اوومه ناسته داسماني کتاب قرانکریم په مبارکو ایتونو پیل کړه داځل بیا دکوچیانو لیسه دشنبې ورځ دلړم په درېیمه دکیږدۍ دناستي شاهیده وه ویاند سیدالله له تود هرکلي سره پوهیالی استاد عبدالقدوس کریمي او پوهیالی استاد یاسرعلي ناګار دمشرمیلمنو، استاد روح الله او نظیف الله دکوربه ځای ناستي ته وغوښتل.

د تېري ناستې راپور محمد انور علیمي ګډون والو ته وړاندې کړ، دټولو ګډونوالو ډیرښه ډیرښه کلمې په خوله کې وې او دراپور ځیني جملې يې بیا بیا تکرارولې ، دراپور په ستایلو کې کمی نه و، ((ډیر نه اورم او کله واري وایم چې دفلاني خبرې یالیکني پرما ډیر تاثیر وکړغواړم په نومړې کلمه خپل تاثرات درسره شریک کړم )) دادبي درس پیل وو چې دویاند په بلنه رحمت الله حکیمي د( تاثر )تر سرلیک لاندي وړاندي کړ دتاثر ډیر خوږوالي په ګډونوالو کې تاثر راپیداکړ ځکه يې دناستو کسانو په زړه کې ګڼي پوښتنې راولاړي کړې او حکیمي له ښه حاکمیت سره ځوابولې چې ویاند د کرکتنې ورخلاص کړ (ازار ) دسیدالله لومړۍ پنځونه د کرکتنې تر غلبیل ووتله.

پیل يې داسي و((ښه نو ولي مو جنګ شو)) محمدانور علیمي يې دکیسې نوم پر ځای وباله او زیاته يې کړه چې کیسه ټوله ددې اصطلاح لپاره لیکل شوې (( دزمریانو ازار چې چا اخیستی دهغو سترګي وتلې )) رحمت الله حکیمي وویل دکیسې پیل ډیر په زړه پوري دی خو نوره کیسه نقل ته ورته دی ځني انځورونه مې هم پکښې ښه ولیدل لکه (( دهلک تندی کونځي شو )) حکیمي په لیکنه کې دوه شیان ډیر مهم وګڼل الفاظ او محتوا چې الفاظ دلوستونکي ادبي تنده ماتوي او په محتوا کې فکر کول موجود وي دکرتنې شیبې رواني وې سیدالله ددریځ تر شاه داسي وویل په حقیقت کې د(ازار) لنډه کیسه ((ماهم ډبره راوخیسته چې سر رامات کړه )) ددې لپاره لیکل شوې دناستي په ورستیو کې شرنګیدلې مشاعره ترسره شوه دراتلو نکې غونډي دادبي درس لپاره همت الله همت د(لنډکي شعرونو) تر سرلیک لاندي موضوع راوړلو ژمنه وکړه ،رحمت الله حکیمي دناستي له ارزولو سره ناستې ته ددوعايې په ویلو دپای ټکی کیښود.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د