نظــر

رولا! دا امریکا او لبنان نه دي!!

لیکوال: فاروق افغان

دا د شهیدانو خاوره ده! دا د غازیانو ټاټوبی دی! دا د میوند د اتلې ملالې انګړ دی! دا د پتمنې زرغونې انا کور دی! دا د غیرت د بېلګې ناهېدې کلی دی! دلته په ملیونونو ځوانانو سرونه ښندلي! دلته د وینو سیندونه بهېدلې! او لا روان دي! ته یې نه وینې! دا د الله پالو او شیطان پالو د ځواک آزمایلو ډګر دی!

دلته د ملیونونو شهیدانو په سپېڅلو وینو رنګینه خاوره کې له اسلام پرته بل قانون نه ځایېږي، او نه پکې ځای شوی، ته خبره یې که نه؟ دا د انګرېزانو هدیره ده! دلته د انګرېزانو لوی لښکر سر خوړلی! یوازې مکناټن په یوازې تن هغه هم ټیټ سر او خړې سترګې سر ایستلی! پرون دلته روسان په توبو شول! ویجاړ ټانکونه یې اوس هم د افغان د غیرتي خاورې په ګوټ ګوټ کې پراته دي! اوس دا دي د شلمې او یوویشتمې پېړۍ سور او تور ښاماران سربداله شول!

تا له دې مخکې کولی شوی هر څه دې ویلي وی، ځکه چې یوه غیر مسلمان امریکایۍ وې! چا دې په خبره پورې خندل هم نه! خو اوس له بدمرغه چې د افغان ولس په سر ور وټپل شوې! او دا هم د لیوني له برکته! له بدمرغه چې ته اوس د یو مسلمان او مېړني هېواد لومړۍ مېرمن ګڼل کېږي، که څه هم چې نه یې او نه به شې! خو اوس د کلي او کور رواج داسې شوی! ته باید له خپلې خولې سره پام وکړې! وړاندې وروسته وګورې! له خپل لمڅي سره پښې وغزوې! له بړستنې پښې مه وباسه!

تا مخکې کولی شوی، هېڅ پرده ونه کړې، نه پړونی په سر کړې او نه پرتوګ واغوندې! بلکې پتلون ته مخه کړې! څه چې دې زړه وي هغه وکړې! په اسلام به دې نیوکې کړې وي، په قرآن کریم به دې نیوکې کړې وي! ځکه چې هسې هم مسلمانه نه یې! تا ته به خپل منسوخ شوی دین غوره ښکاري!

خو اوس داسې نه ده. اوس چې ته د افغان هېواد لومړۍ مېرمن یادېږې، باید د افغان مسلمان ولس د احساساتو، عواطفو او عقایدو درناوی وکړې! د اسلام او مسلمان خلاف خوله چوله نه کړې! او که دې وکړل او کوې یې بیا دې نو لیوني سره یو ځای د غوټو د غوټه کولو تابیا نیسه! هسې چې سلامت سرونه وباسئ ګټه به مو کړې وي!

مونږ فکر کولو چې یوازې په لیوني واوښتو خو اوس دا دي جوته شوه چې یوازې په لیوني نه، بلکې په لیونۍ هم واوښتو!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
abdullah

په قلم مو برکت

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x