ټکنالوژي

ایچ ټي سي (HTC): نوی چارجر به مو ډیر وخت نه ضایع کوي

نن ټکی اسیا (شنبه، لړم ۱۰مه، ۱۳۹۳ل): اکثر خلک له ویده کیدو مخکې خپل سمارټ فون چارجیدو لپاره له بریښنا سره وصلوي او سهار له پاڅیدو وروسته خپل موبایل له بريښنا لري کړي او بیا هم په لاره کې د موټر په چارجر يې چارجولو باندې مجبوریږي.

خو د چارجولو ټکنالوژي هم پر مخ روانه ده. په نژدې ورځو کې ایچ ټي سي (HTC) سمارټ فون جوړولو کمپنۍ خپل نوی چارجر رپېډ چارجر ۲.۰ (Rapid Charger 2.0) بازار ته وړاندې کوی.

دغه چارجر د مایکرو یو ایس بي (MicroUSB) اوزار په مرسته کارول کیږي او ۴۰٪ کم وخت کې به سمارټ فون په مکمل ډول چارجوي.

دغه نوی چارجر به د دې کمپنۍ نوی سمارټ فونونو کې لکه (HTC one M8)، (HTC one E8)، (HTC one Remix)، (HTC One M8 Harmon Kardon edition) او (HTC Desire Eye) کې کارول کیږي او د دې کمپنۍ پخوانيو سمارټ فونونو کې نه شي کاریدلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x