افغانستان

طالبان: په پوځي اډو کې زندانونه جوړول د بندیانو د وژلو مانا لري

نن ټکی اسیا (شنبه، لړم ۱۰مه، ۱۳۹۳ل): طالبان وايي چې تېره ورځ يې د بګرام په هوايي ډګر څلور ځلې راکټي بریدونه کړي چې پکې مېشتو ځواکونو ته يې درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

د دفاع وزارت مسوولینو نن په یوه خبرپاڼه کې په بګرام هوايي اډه د طالبانو بریدونه تايید کړل او ویلي يې دي چې په دې برید کې تر شلو ډېرو زندانیانو ته زیان رسېدلی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ویلي چې دوی په څلور ځلې بریدونوکې، پوځي تعمیرونه، زخیرې، قوماندې ته څېرمه سیمه او په دروازه کې پوځي پوستې په نښه کړې دي. چې په خبره يې امریکایانو ته يې درانه تلفات اړولي دي: «د خيبر عملیاتو په لړ کې له تيرې ورځې راهيسې مجاهدينو څلور ځله د بګرام هوايي ډګر د خپلو توغندويي بریدونو لاندې ونيو، چې د معلوماتو په اساس امریکایانوته په کې ښه درانه تلفات اوښتی او ډير وسايل يې ويجاړ شوي دي».

طالبانو په دې بریدونو کې د زندانیانو ټپي کېدل منلي او ویلي يې دي چې په درد يې شریک او خپه دي.

طالبانو ټینګار کړی چې په پوځي اډو کې د زندان جوړول،  په لوی لاس د زندانیانو د وژلو په معنی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې په پوځي قرارګاوو کې د زندانونو جوړول د ټولو نړیوالو قوانینو خلاف عمل دی او د داسې پېښو مسوولیت هم د دوی پر غاړه دی.

خبر پاڼه کاږي: «په نظامي قرارګاوو کې دننه د زندانونو جوړول او بنديان د مرګ کومې ته ورکول د ټولو نړيوالو قوانینو خلاف عمل ده او موږ يي په کلکه غندو، داچې بنديان د امریکایانو لخوا یاد ځای ته وړل کيږي او هلته ورته زندان جوړ شوی، د دغه راز پيښو مسئوليت هم د امریکایانو په غاړه ده».

طالبانو په نړیوالو بشري او حقوقي ادارو غږ کړی چې  د زندانونو د وضعیت  او موقعیت په اړه دې د امریکایانو سرغړونو ته پام وکړي.

امریکایان نه یواځې د زندانونو په برخه کې نړیوال قوانین تر پښو لاندې کوي، بلکې په ګڼو قضایاو کې ډېری وخت د هغوی خپلې ګټې تر ټولو قوانیونو لوړې ګڼل کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x