
مایکروسافټ د وینډوز ۷ (Windows 7) او وینډوز ۸ (Windows 8) خرڅول بند کړل
نن ټکی اسیا (شنبه، لړم ۱۰مه، ۱۳۹۳ل): پرون مایکروسافټ کمپنۍ د عامو کاروونکو لپاره وینډوز ۷ او ۸ خرڅول بند کړل. د جمعې ورځې څخه وروسته به مایکروسافټ کمپنۍ د وینډوز ۷ (Windows 7 Home Basic)، (Home Premium)، (Ultimate edition) او (Windows 8) اوریجنل او اصلي سافټ ویر او نور اوزار به بازار ته نه وړاندې کوي.
اوسمهال هم ځینې کمپیوټرونه او لیپ ټاپونه د وینډوز ۷ او ۸ سره بازار ته وړاندې کیږي خو دغه شمیر هم د مایکروسافټ له خوا به له وروستیۍ سیسټمونه وي چې دغه دوه وینډوزه په کې کارول کیږي.
وینډوز ۷ یو ورژن (Windows 7 Pro) به تر یو کال نور هم بازار ته وړاندې کیږي خو دغه ورژن عام کاروونکي نه شي استعمالولی او په کمپنیو او شرکتونو کې به د استفادې وړ وي.
په بازار کې د وینډوز ۷ تقاضا ډیر زیات دی. وینډوز ۷ بازار ته نه وړاندې کول او خلکو زیاته تقاضا به وینډوز ۷ لرونکي سیسټمونو بیه ډیره لوړه کړي.
مایکروسافټ کمپنۍ اوسمهال وینډوز ۱۰ په جوړولو مصروف دی چې ډیر نژدې راتلونکي کې به بازار ته د کاروونکو لپاره وړاندې شي. د اپډیټ حاصلولو لپاره کاروونکي کولی شي په بازار کې موجود وینډوز ۸.۱ استعمال کړي.
په نړۍ کې تر ټولو زیات وینډوز ۷ کارول کیږي چې له هغې وروسته پخوانۍ وینډوز ایکس پي په دوهمه درجه کې او وینډوز ۸ او ۸.۱ په درېیمه درجه کې موقعیت لري.