fbpx

کندهارکې فدایي برید درنه مرګ ژوبله اړولې

(نن ټکی اسیا) له سیمې نه په ترلاسه شوي خبر کې راغلي نن سهار لس بجې دکندهار ولایت دبولدک ولسوالي د(وت) غره په سیمه کې پر کورنیو عسکرو باندی دیوه کرولا ډوله موټر په توسط فدایي حمله ترسره شوې ، چې له امله یې درنه مرګ ژوبله رامنځ ته شوې.

دکندهار ولایت امنیتي مسؤلینو پيښه تاید کړې او دوو تنو پولیسو دوژل کیدو او دریو دټپی کیدو خبريې رسنیو ته ورکړي.

له بلې خوا دطالبانو ویاند قاری یوسف احمدی رسنیو ته ویلي چې برید ددوي یوه مجاهد ملګري (محمد هاشم) ترسره کړی ،

 نوموړي زیاته وي چې برید دبولدک ولسوالی دووت غره ته څیرمه دعطاؤالله باوړۍ په سیمه کې پر کورنیو عسکرو هغه مهال ترسره شو چې عسکر په یاده سیمه کې دموترو دتلاشۍ لپاره پر یوه ځاي په ګڼ شمیر کې له خپلو رینجرموټرو سره ولاړ وو چې فدایي حمله کوونکي ورسره خپل له بارودو ډک موټر ټکر کړ، په برید کې ۲۲ تنه عسکر مړه او دوه رینجر موټر تخریب شول.

دا برید په داسی حال کې ترسره کیږي چی نن ورځ دکندهار دشورا مشر احمد ولي کرزی یادې ولسوالي ته راروان وو ،له کندهاره تر بولدک پورې پر غزیدلې لاره هر ځای امنیتي عسکر و لار څارله .

احمد بریال

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د