نظــر

د سولې کیلي په چین که په امریکا کې ده؟

ليکوال: عرفان الله لمر شرفزی

له طالبانو سره د مذاکراتو لپاره کرزي دوه لمنې نیولې وې، چې یوه یې د عربي هېوادونو او بله د پاکستان لمن وه، خو د سولې د راتگ کیلي یې د امریکا په لاس کې گڼله، خو اشرف غني د کرزي برعکس د سولې کیلي د پاکستان او عربي هېوادونو په لاس کې بولي او غواړي پر پاکستان د چین له رسوخ څخه په گټه پر پاکستان فشار راوړي، چې طالبان بین الافغاني مذاکراتو ته اړ کړي او سولې ته یې وهڅوي.

چین ته له سفر مخکې سعودي عربستان ته د اشرف غني سفر هم د سولې لپاره د هڅو پیل و، خو چین ته په سفر کې د سولې لپاره د اشرف غني ډېرې هیلې غوټه دي؛ دا ځکه چې د سولې د عالي شورا لخوا عربي هېوادونه د سولې په لار کې مرستندوی او پاکستان لوبغاړی بلل کېږي.

پوښتنه داده، چې ایا رښتیا هم د سولې کیلي له همدې هېوادونو سره په لاس کې ده او که طالبانو په خپل لاس کې نیولې؟
که مونږ د کرزي دیارلس کلنې دورې ته په دقت وگورو، نو د کرزي او اشرف غني د فکر برعکس نتیجه په لاس راځي او هغه دا چې مذاکرات او سوله دواړه د طالبانو په خپل لاس کې دي او هیڅ هېواد هم له پرلپسې هڅو سره د مذاکراتو په اړه د طالبانو په موقف کې په بدلون ندی توانیدلی.

دا سمه ده، چې پاکستان د گاونډي هېواد په توگه او عربستان له طالبانو سره د پخوانیو دیپلوماتیکو اړیکو له امله په دې اړه رغنده رول ترسره کولای شي، خو پرېکړه نشي کولی، ځکه طالبانو په تېرو دیالسو کلونو کې خپل سیاست مصلحت امیزه ندی لوبولی او د خپلو سیاسي او نظامي چارو واگي یې په مستقیمه توگه په خپل لاس کې ساتلي او که کله هم کوم چا د طالبانو له لیکو د پردي گام د پورته کولو او یا د طالبانو موقف ته د تغیر ورکولو هڅه کړې، نو په ډېر شدت سره طالبانو له خپلو لیکو جلا کړی او د پټ ساتلو پرځای یې موضوع رسنیزه کړې، ترڅو کوم بل څوک ورته هڅه ونکړي.

څلور کاله وړاندې د مذاکراتو لپاره د طالبانو عمده شرط دا و، چې مذاکراتو ته په درېم هېواد کې چمتو دي او دا هم شرط ده، چې هغه هېواد به په ناټو او ایساف کې گډون نه لري. د پاکستان په گډون امریکا، سعودي عربستان، ترکیې او متحده عرب اماراتو پرلپسې هڅې وکړې، چې طالبان له خپل دې شرط څخه وگرځوي او د مذاکراتو لړۍ دننه په افغانستان کې او یا په ترکیه یا پاکستان کې پرانیزي، خو طالبانو د خپل مستقل طبعیت او موقف له امله د هیڅ هېواد فشار ته غاړه کېنښوده؛ په پای کې لویدیځ هېوادونه او د کرزي اداره اړ شول، چې د طالبانو شرط ته غاړه کېږدي او په قطر کې چې د طالبانو له شرط سره سم هېواد و، طالبانو ته سیاسي دفتر پرانیزي.

طالبان به بین الافغاني مذاکراتو ته غاړه کېږدي؟

چین ته په څلور ورځني سفر کې اشرف غني په طالبانو غږ وکړ، چې د سولې لپاره دې د بین الافغاني مذاکراتو مېز ته کیني او روان کړکېچ دې د یوې بین الافغاني قضیې په توگه په خپلو کې حل کړي.

د اشرف غني د غوښتنې مطابق کرزي هم په خپله واکمنۍ کې پرلپسې همدا غوښتنه تکرار کړه، خو طالبانو په هر وار مطلق رد کړه. طالبان د کرزي او اشرف غني په څېر د افغانستان قضیه یوه سیمه ییزه قضیه نه بولي، بلکې دا قضیه یوه نړېواله قضیه بولي او استدلال کوي، چې جگړه له نړېوالو سره روانه ده او باید مذاکرات هم په نړیواله کچه له نړیوالو سره وشي. یوه خبره چې د طالبانو له سیاست څخه په لاس راځي، هغه د طالبانو په سیاست کې نه بدلون دی او همدې کار په طالبانو کې د بهرنۍ لاسوهنې مخه ډب کړې؛ نو ځکه ویلی شو، چې طالبان به خپل سیاسي موقف ته د تېر په څېر بدلون ورنکړي او د اشرف غني د غوښتنې لپاره ځواب به بیا هم “نه”وي.

طالبان د بین الافغاني مذاکراتو پرځای په بین المللي مذاکراتو کې د قضیې پرېکنده حل ویني او بین الافغاني مذاکرات ځکه ردوي، چې د هېواد تېر او اوسنی نظام خپلواک نه بولي او پرېکړې یې هم په خپلو لاسونو کې نه گڼي.

د سولې کیلي چېرته ولټوو، په چین کې که په امریکا کې؟

د کرزي په فکر د سولې کیلي په امریکا کې او د اشرف غني په فکر په چین کې ده، ځکه خو ددې دواړو واکمنو سفرونو هم د کیلۍ لرونکي هېواد ته صورت ونیو.
کرزي امریکا ته په خپلو سفرونو کې تل د سولې د کیلۍ په لټه له امریکایي چارواکو ژمنې واخیستې، چې د سولې په راتگ کې به رغنده رول ترسره کوي او له طالبانو سره د مذاکرې لپاره به بشپړې هڅې کوي، خو پایله یې “هیڅ” شوه، ځکه د کرزي په څېر امریکا هم د سولې کیلي په لاس کې نه لرله او فکر یې کاوه، چې له خپل رسوخ څخه په گټه به وکړای شي د کرزي غوښتنه ومني، خو دا یې هم ونکړای شول، ځکه طالبان د چا رسوخ ته هم نه تسلیمیدونکي دي. په پای کې کرزی ناهیلی پاکستان ته ور وگرځېد، خو د پاکستان ژمنو هم له همدې امله سر ونه نیو، چې پر طالبانو د خپل رسوخ له امله طالبان بیا هم له خپل موقف څخه نشي اړولی.
اوس چې اشرف غني د سولې په کیلي پسې چین ته لاړ او پر پاکستان د چین د ستراتیژيک رسوخ له امله داسې گڼي، چې له طالبانو سره د مذاکراتو د دروازې د پرانیستلو لپاره به پاکستان اړ کړي، چې د سولې کیلي په لاس ورکړي؛ نو ویلی شو، چې تېر ته په کتو د اشرف غني دا فکر او هڅې هم بې پایلې دي، ځکه طالبان د پاکستان یا عربستان رسوخ ته غاړه نه ایښودونکي دي او په دې کې خپلې ملي او اسلامي گټې خوندي نه بولي.

حل څه دی؟

طالبان اوس په نړیواله کچه په قطر هېواد کې خپل سیاسي دفتر لري او پرلپسې یې په خپلو اعلامیو کې څرگنده کړې، چې له هغې دفتر پرته په بل ځای کې او د بل چا لخوا د مذاکراتو مېز ته کیناستل د دوی استازيتوب نه کوي او نه دوی غواړي، چې د قطر له دفتر پرته په بل ځای کې مذاکرات وکړي.
د طالبانو د مشر ملا محمد عمر په تېرو فرمانونو کې هم همدا ټکی جدي نیول شوی، نو دا چې طالبان خپل رهبر ته متعهد دي او خپل موقف ته تغیر ورکوونکي نه دي، نو ددې پرځای چې د اشرف غني اداره د بین الافغاني مذاکراتو لپاره په هېواد کې دننه د پیل هڅې وکړي او په چین یا عربستان او یا پاکستان کې د سولې کیلي ولټوي او یا د کرزي په څېر په لویدیځ کې د سولې کیلي ورکه وبولي؛ ښه به دا وي، چې د لویدیځ او کرزي په څېر دې بې پایلو هڅو ته د پای ټکی کېږدي او د قطر په دفتر کې د طالبانو له غوښتنې سره سم د مېز په سر د بین المللي مذاکراتو په چوکاټ کې د سولې کیلي ومومي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x