
پوهیدئ چې … ؟ (۴)
نن ټکی اسیا (شنبه، لړم ۱۰مه، ۱۳۹۳ل):
ایا پوهیدئ چې په دوامداره توگه د کافي استعمال د ښځو د وینې فشار بیلانس جوړوي؟
ایا پوهیدئ چې خالونو وهل (Tatto) ۵۰۰۰ کلن تاریخ لري؟
ایا پوهیدئ چې خنځیر د خپل فزیکي جوړښت په اساس اسمان نه شی لیدلی؟
ایا پوهیدئ چې په هر یو میلیون ټن اوبو کې ۴ گرامه سره زر وي؟
ایا پوهیدئ چې هر ورځ ۱۴۰۰۰ کسان د ایډز په ناروغۍ اخته کیږي؟
ایا پوهیدئ چې د بدن تر ټولو قوي عضله ژبه ده؟
ایا پوهیدئ چې د علم له پرمختگ وروسته تر اوسه هم ساینسپوهانو د عسل جوړولو طریقه نه ده کشف کړې؟
ایا پوهیدئ چې د کاهو استعمال د ویښته تویدنې او سپینیدو مخه نیسي؟
ایا پوهیدئ چې له هرو ۱۰ کسانو څخه یو کس په جزیره کې ژوند کوي؟
ایا پوهیدئ چې د اوبو ۹۸٪ وزن اکسیجن تشکیلوي؟
ایا پوهیدئ چې تمساح له ۱۰۰ کالو ډیر ژوند کوي؟
ایا پوهیدئ چې د هر انسان د شونډو او ژبې جوړښت لکه د گوتې نښې په شان مختلف دی؟