طالبان ادعا کوي چی دیوې ولسوالۍ مرکزیې نیولی

Taliban-militants1(نن ټکی اسیا) له سیمې نه په ترلاسه شویو خبرونوکې ویل شوي تیره شپه وسلوالو طالبانو دبلخ ولایت دزاع پر ولسوالي یو پراخ وسلوال برید ترسره کړي . په سیمه کې عیني شاهدانو خبریالانو ته ویلي تیره شپه ناوخته پر نوموړی ولسوالی برید وشو او له دواړو لورو نه دسپکو او درنووسلواوازونه اوریدلکیدل.

له بلې خوا طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد (نن ټکی اسیا) ته په رالیږل شوي ټلیفوني پیغام کې ،دبرید پړه پر غاړه اخیستې او د زارع ولسوالي دودانۍ دنیولو ادعا یې کړې ده ،نوموړي وایی چی دولسوالي په مرکز کې یې ۱۲ میله اسلحه او یو رنیجر موټر ولجه کړي .

ازادو رسینو پیښه تاید کړې خو دجزیاتوپه اړه یې لا تراوسه څه نه دي په ډاګه کړي.

احمد بریال

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د