
جنرال ظاهر: موږ ناکام پولیس لرو
نن ټکی اسیا (شنبه، لړم ۱۰مه، ۱۳۹۳ل): د کابل امنیه قومندان جنرال ظاهر وايي چې د پولیسو په برخه کې موږ بشپړ ناکام یو.
نوموړي نن په یوه خبري ناسته کې وویل چې پولیس په کابل کې د غلو، داړه مارانو او سړي تښتوونکو مخه ځکه نشي نیولای، چې د هغوی ترشا زورور لاسونه دي.
جنرال ظاهر د زورورو نومونه وانه خیستل خو ویې ویل چې پولیس په کابل ښارکې د ښکاره جنایاتو او غیر قانوني وسله والو په وړاندې په اقدام کې بې وسه دي.
ویل کېږي له پولیسو سره د عامو وګړو نه ملګرتیا هم د دې باعث شوې ده چې پولیس پخپله دنده کې بریالي نه شي ګڼل کېدای.
جنرال ظاهر په ګڼو نورو ستونزو سربېره د پولیسو ناسمه روزنه او د ګڼ شمېر پولیسو بې سوادي هم د هغوی د ناکامي علت وګڼل.
نوموړي وویل چې يواځې د کابل په پولیسو کې شپږ زره تنه بې سواده دي.
د جنرال ظاهر په قول تېر حکومت دخپل تشکیل د پوره کولو لپاره هرڅوک په دې کتار کې درول چې اوس ترې د راپیدا شویو ستونزو له منځه وړل سخت دي.
ولسي وګړي هم نه یواځې په کابل، بلکې د هېواد په ګوټ ـ ګوټ کې د پولیسو له رويې شکایت کوي او په کندهار، پکتیکا، غزني او ګڼو نورو ولایتونو کې خو يې په وړاندې لاریونونه هم شوي دي.