افغانستان

المان به د روان کال 2011 په اخیره کې خپل ځواکونه ایستل شروع کړي

German_ISAF(نن ټکی آسیا) رویترز خبري اژانس خبر ورکړ چې د المان وزارت دفاع او وزارت خارجه د خپلو ځواکونو د ایستلو لپاره یو پریکړه لیک تیار کړې چې د المان پارلمان ته به وړاندي کیږی..
دغه پریکړه لیک به د انجیلا میرکل حکومت او معارضین یی په ګډه مني او دوی به دروان کال 2011 په اخیره کې خپل ځواکونه ایستل شروع کوي.
او په هغو سیمو کې چې الماني ځواکونه پراته دی، امنیتی چاري به ېې افغان امنیتي ځواکونو ته سپارل کیږي.
المان په افغانستان کې دریم فوځی ځواک دی چې د هیواد په شمالي سیمو کې پروت دی او د عسکرو شمېره 4600 ته رسیږي.
د المان ولس هر وخت د په افغانستان کې د خپل دځواکونو شتون غندلی او هر وخت یي د حکومت څخه دا غوښتنه کړې چې باید الماني ځواکونه د افغانستان څخه ژر تر ژره وایستل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x