افغانستان

سې ان ان: ایران کرایه شوي افغانان د سوريې جګړې ته لېږي

نن ټکی اسیا (شنبه، لړم ۱۰مه، ۱۳۹۳ل): د سې ان ان تلویزوني شبکې په خپل یوه راپورکې ویلي دي چې د ایران دولت ګڼو شعیه افغان ځوانانو ته روزنه ورکوي او د پیسو په بدل کې يې سوريې ته د رژیم د مخالفینو پر ضد جګړې ته لېږي.

د دې تلویزوني شبکې په ویډيويي راپور کې ښکاري  چې د بشار اسد پلوی افغان د هغه د مخالفینو په منګلو کې دی.

نیول شوی افغان جنګیالی پخپله اعتراف کوي چې په ایران کې روزنه ورکړل شوې او د پنځه سوه امریکايي ډالرو په بدل کې د ایران د دولت له لوري سوريې ته لېږلی دی.

هغه وايي چې دوی ته خپلو روزونکو ویلي وو، چې تاسو باید د خپلو مقدساتو ساتنه وکړئ او د «زینب» تر حرم سرونه قربان کړئ.

نیول شوی افغان جنګیالی وايي چې ده فکر کاوه چې په سوریه کې د امریکایانو په وړاندې جنګېږي.

ویل کېږی د ایران په روزنتونونو کې سلګونه افغان ځوانان لا هم روزل کېږي او د ایران له لارې سوريې ته دجګړې په موخه لېږل کېږي.

تر اوسه ایراني سرچینو په دې اړه څه نه دي ویلي.

ایران نه یواځې افغانان ځوانان په دې ډول د خپلو ګټو لپاره کارولي دي، بلکې د هېواد په داخلي چارو کې يې په تېر دولت کې د ارګ د مصارفو مسوولیت هم په غاړه درلود.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x