افغانستان

لوګر_ دویم تعقیب: سرتېري برید ۹ عسکر ووژل

نن ټکی اسیا (شنبه، لړم ۱۰مه، ۱۳۹۳ل): د لوګر چارواکي وايي چې نن له غرمې وروسته شاوخوا یوه نیمه بجه د دې ولایت په ازره ولسوالي کې د افغان عسکرو په ګډ مېشت ځای د موټر بم برید له امله نهه تنه عسکر وژل شوي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې برید  د دوی ملګري کړی او په دې برید کې يې د ملي اردو پر دریو منصوبینو سربېره لس تنه اربکیان هم وژلي دي.

طالبانو رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ویلي: «له برید سره سم د پوستې اونظامي مرکز ودانۍ مکمله ويجاړه شوه په کې ميشت ۳ تنه د اردو منصوبین او ۱۰ تنه اربکیان قتل ګڼ شمير نور ټپيان شول.»

د لوګر د والي ویاند دین محمد درویش هم مني چې په برید کې د ملي اردو درې تنه عسکر او د دوی په خبره شپږ اربکیان وژل شوي دي.

د دین محمد درویش په وینا دا برید د ازرې ولسوالي په چوتره سیمه کې رامنځ ته شوی چې د نوموړي په خبره په برید کې شل تنه عام وګړي هم ټپیان شوي دي.

طالبان د دولتي مسوولینو دغه دعوه دروغ ګڼي او وايي چې د برید د زور له امله د نږدې کورونو شیشې ماتې شوي دي چې ځینې وګړي يې سرسري ټپیان کړي دي.

وايي: «د برید دقوت له امله د نیږدې کورونوشيشې هم ماتې شوې چې ورسره ځينې ملکي خلک ټپيان شوي دي، خو د شلو تنو ملکي خلکو د ټپي کیدو خبره غلطه ده، دښمن خپل ټپيان هم په ملکي خلکو کې حسابوي.»

یاده دې دا برید په داسې حال کې شوی دی، چې نن سهار مهال د کندهار ښار په درېیمه ناحیه کې هم په یوه سرتيري برید کې د اردو نهه عسکر وژل شوي دي.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي وايي چې د دوی یو تن ملګري امین الله ابوبکر د موټر سایکل او واسکټ نه په ګټې د اردو په ولاړو عسکرو برید کړی دی، چې پکې نهه تنه ځای پر ځای وژل شوي دي.

د کندهار امنیتي سرچینو په دې اړه څه نه دي ویلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x