هالنډ : نورپه پوځي او جنګي عملیاتو کې برخه نه اخلو
دهالنډ هیواد دکابینې په اوونیزه غونډه کې دافغان ماموریت پر سر پریکړه وکړه چې د۲۰۱۱ او ۲۰۱۴ کالونو لپاره به افغانستان ته دپولیسو دتربیې لپاره روزونکي واستوي.
داپریکړه په داسی حال کې کیږی چی تقریبا ۱۱ میاشتي وړاندی دهالنډ هیواد پخواني حکومت دافغان ماموریت پرسر داختلاف درامنځ ته کیدو له امله ړنګ شو.
دهالنډ صدراعظم مارک روت وویل ، نور به ددوي عسکر په نظامی او جنګي عملیاتو کې په هیڅ وجه برخه نه اخلي او یوازي به ۵۴۵ روزونکي په دې ماموریت کې شامل وی چی روزنیزې چارې به پر مخ وړي.
نوموړي په خپلو خبرو کې وویل، د نوي ماموریت هدف به دا وي چې په افغانستان کې ملکي پولیس او عدلي سیستم قوي شي او حکومت د قانونمندۍ لورته پرمختګ وکړي.
دهالنډ هیواد ۲۰۰۰ عسکر دارزګان په ولایت کې میشت وو چې تقریبا شپږ میاشتي وړاندی له افغانستانه ووتل.