افغانستان

روزګان: یوه ځوان د خپلې کورنۍ ۴ غړي وژلي

نن ټکی اسیا (شنبه، لړم ۱۰مه ۱۳۹۳ل): روزګان ولایت کې یوه ځوان خپل پلار او درې ورونه پر ډزو وژلي.

د روزګان ولایت والي امان الله تیموري د پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي چې پېښه پرون مازدیګر ناوخته ددغه ولایت د مرکز ترینکوټ ښار اړونده په ده یک سیمه کې رامنځته شوې.

والي د پېښې لامل کورنی تاوتریخوالي ښودلی.

د ترینکوټ امنیتي چارواکي وايي چې د دوه ورونو تر منځ تاوتریخوالی رامنځته شوی و چې پلار یې دواړه روغې جوړې ته سره کینولي و خو د روغې پر مهال تاوتریخوالی نور هم زیات شو چې له امله یې یو زوی خپل پلار او ۳ وروڼه ووژل او خپله پر تېښته بریالی شو.

پولیس وايي چې د تښتیدلي ځوان په لټه کې دي.

تر دې وړاندې د تلې په ۱۶مه ورته پېښه د ترینکوټ ښار د ابرده په سیمه کې رامنځته شوې وه.

په دغه پېښه کې یو ځوان د خپلې کورنۍ ۶ غړي وژلي وو.

د سیمې اوسېدونکي ویلي وو چې شخړه د ځمکې د ویش پر سر رامنځته شوې او په وژل شوو کې د نوموړي پلار، ورور، وراره، یوه خور او دوه وریندارې شاملې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x