د نن سرلیکنه

د بګرام د ژوبل شویو بندیانو مسؤلیت د چا پرغاړه دی؟ – سرمقاله

تیره ورځ د بګرام پرهوايي اډه د امریکايي ځواکونو په ترټولو لوی مرکز باندې د توغندیويي برید له امله ۲۶تنه بندیان ژوبل شول.

دا چې څرنګه د یوه توغندي د لګیدو له امله ۲۶ تنه بندیان ژوبل شول بیله موضوع اوپوښتنه ده ،دلته اصلي خبره داده چې ولي بندیان د رسمي محبسونو له شتون سرسره د بهرنیوځواکونو په پوځي اډوکې ساتل کیږي؟

د بګرام هوايي اډه چې د سیمې په کچه د امریکایانو تر ټولو ستره پوځي او امنیتي اډه ده په حتمي ډول د يوه پوځي هدف په توګه تل د وسله والو طالبانو لخوا تر سرښندونکو او توغندويي بریدونو لاندې وي.

په دغسي حساس پوځي هدف کې د زندان موجودیت او په هغه کې په غیرقانوني ډول په سلګونو بندیان ساتل په حقیقت کې په لوی لاس د بندیانو وژل او له منځه وړل دي.

د بګرام په امریکايي اډه کې د امريكايي ځواکونو لخوا د زندانیانو ساتل او کړول هغه جنجالي موضوع ده چې له تیرو ۱۳ کلونو راهیسي د بشري حقونو کمیټه او همداراز په افغانستان کې د بشري حقونو خپلواک کمیسیون ورباندې نیوکه لرله.

پخوانۍ ادارې هم په دغې امریکايي اډې کې د افغاني بندیانو ساتل د افغاني قوانینو او د افغانستان د ارضي تمامیت خلاف عمل ګاڼه هماغه وه چې له امریکايي ځواکونو سره تریوې موافقې وروسته یې تیر کال د دغه زندان واک په خپل لاس کې واخیست او په سلګونو هغه افغانان چې د امریکايي ځواکونو په شپنیو عملیاتو كې نیول شوی او له هیڅ قانوني الزام پرته په دغه پوځي اډه کې ساتل شوی ول،له بنده ازاد کړل.

اوس چې یاد زندان افغان دولت ته سپارل شوی بیا څه ضرورت لیدل کیږي چې په دومره زیات شمیر بندیان بیاهم د امریکايي ځواکونو په دغې پوځي اډې کې په ناقانونه توګه ساتل کیږي؟

ایا افغان دولت ترخپلې واکمنې لاندې سیمې کې رسمي دولتي محابس نه لري چې افغان بندیان لاهم د خارجي ځواکونو په پوځي اډوکې ساتي؟

ایا پوځي اډې د جګړې د لومړۍ کرښې په توګه له قانوني او حقوقي لحاظه د دې وړتیالري چې د بهرنیانو لخوا نیول شوي افغانان د بندیانو په نوم ورکې وساتل شي ؟

د اشرف غني د نوې ادارې په رامنځته کیدو سره د ټول هیواد په محابسوکې بندیانو د خپلو حقه غوښتنو د ترلاسه کولو لپاره اعتصابونه پیل کړل چې د هرات او څرخي پله په مرکزي زندان کې تر اوسه هم دهغو لړۍ روانه ده.

بندیانو د دې لپاره د نه خوړلو اعتصابونه کول چې تر پښولاندې شوي حقوق یې اعاده شي ، خو نوی حکومت د دې پرځای چې د هغوی سلب شوي حقوق ورته اعاده او مشروعې غوښتنې یې ومنې دبګرام غوندې په امریکايي اډه کې په ساتلوسره د هغوي ټول ژوند له ګواښ سره مخ کړ.

نړیوال سره صلیب ، د بشري حقونو د دفاع نړیواله کمیټه او د افغانستان دبشري حقونو خپلواک کمیسیون مسؤلیت لري چې د هیواد په ټولو محابسو په تیره د بګرام د امریکايي اډې په غیرقانوني بندیخانوکې د بندیانو دضایع شویو حقونو په اړه جدي اقدام وکړي او د هغوي د ژوند ژغورلو او ضائع شویو حقونو داعادې لپاره خپل بشري او قانوني مسؤلیت ترسره کړي.که نورهم افغاني بندیان د بګرام دپوځي اډې په څیر د بهرنیو ځواکونوپه غیر قانوني محبسونو کې په ناقانونه توګه ساتل کیږي د دې ډیر احتمال شته چې دغه بندیان د بهرنیو ځواکونو دخودسرانه انتقامي کړنو له امله په دسته جمعي توګه ووژل شي او یاهم په عمدي توګه د وسله والو طالبانو له توغندويي بریدونو څخه دساتنې په خاطر د سپرپه توګه تري کار واخیستل شي ، چې دغه دواړه کارونه دبندیانو په اړه د ژنیواکنوانسیون له مقرراتو ښکاره تخطي ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x