«استشهاد که انتحار» کتاب پر لیکه شو

د «استشهاد که انتحار؟!» کتاب چې استاد احمد ضیاء بریالی په څه باندې ۲۰۰ مخونو کې لیکلی، او څو ورځې وړاندې يې د دريم ځل د چاپ خبرتیا هم له رسنيو خپره شوه، پر لیکه شو.

د قرآن کریم د مبارکو آیتونو، نبوي احاديثو، د صحابهء کرامو رضي الله عنهم د ژوند د ژوندیو پېښو، د څلورو مذاهبو د علمای کرامو، او د اسلامي نړۍ په ځانګړې توګه د عربي نړۍ د معاصرو محدثینو، فقهاوو، دعاتو او مفکرینو، د اقوالو، نظرونو او فتواګانو په رڼا کې په دقیق او مختصر ډول، د استشهاد او انتحار ترمنځ توپير پکې په ډاګه شوی. او ټول هغه شبهات پکې ځواب شوي دي چې د جهاد او مجاهدينو په اړه، د دښمن له لوري د خلکو ترمنځ ترویجېږي.

د ځينو ورونو د غوښتنې په اساس دغه کتاب د نن ټکې اسیا ویب پاڼې له لیارې د پي ډي ایف په فایل کې خپرېږي، ترڅو هغه ورونه هم د دغه کتاب له لوستلو برخمن شي کوم یې چې په چاپي بڼه نه شي ترلاسه کولی.

د یادونې وړ ده، چې د دې کتاب د خپرولو هر ډول حقوق په لیکوال پورې اړه لري.

کتاب ښکته کولو لپاره دلته کلیک کړئ.

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د