نړۍ

نيويارک ټايمز: «اوباما جان کيري او دفاع وزير له خپلو دندو لرې کوي»

نن ټکی اسیا (شنبه، لړم ۱۰مه ۱۳۹۳ل): نيويارک ټايمز امريکايي ورځپاڼې ليکلي، چې د امريکا ولسمشر بارک اوباما پرېکړه کړې، چې د خپلې کابينې په يو شمېر مهمو وزارتونو کې بدلونونه راولي.

خبرکاږي، چې تر ټولو مهم په کې د بهرنيو چارو وزير جان کيري او دفاع وزير چک هيګل له خپلو دندو لرې کيږی او پر ځای به يې نوي وزيران ټاکل کيږي.

د نيويارک ټايمز له قوله جان کيري د سپينې ماڼۍ پر پاليسيو او سياست سختې نيوکې کوي او دفاع وزير چک هيګل د اوباما پر ځای د لوی درستيز جنرال مارټين ډيمپسي خبره ډېره مني او د امريکا د کورني سياست په اړه بې پرواه دی.

نيويارک ټايمز زياتوي، چې د دغو وزيرانو د لرې کولو لامل دا ښوول شوی، چې جان کيري او چک هيګل دواړه د امريکا د بهرنۍ پاليسي په اړه له ولسمشر بارک اوباما سره اختلاف لري او ډېرو خبرو کې د اوباما د پرېکړې او نظر ضد دريځونه لري.

راپور کې راغلي، چې د ډيموکرات ګوند يو شمېر لوړپوړي چارواکي د اوباما ادارې له ستراتيژۍ او پرېکړو خوابدي دي او فکر کوي، چې د اوباما د کابينې او پاليسۍ له امله به د دوی ګوند راتلونکو پارلماني ټاکنو کې خپل اکثريت وبايلي او دا کار د دوی لپاره د شرم خبره ده.

نيويارک ټايمز زياتوي، چې د امريکايي ولس په ګډون د ډيموکرات ګوند غړي هم د امريکايي حکومت پر بهرنۍ پاليسي نيوکې کوي او په ځانګړې توګه د اوکراين بحران، د ايبولا په مخنيوي کې پاتې راتلل، په منځني ختيځ کې د اسلامي دولت او نورو جهادي ډلو پر مختګ او يو شمېرو نورو مسئلو له امله د اوباما اداره د پرله پسې نيوکو او نقدونو ښکار ده.

ورځپاڼه ليکي، چې جان کيري په دې اند دی، چې په ځينو مهم مسايلو کې اوباما دی څنډ ته کوي او د ده له مشورې پرته پرېکړې کوي او همدا رنګه د ده په اړه ويل کيږي، چې د کابينې او نورو مهمو غوڼدو کې تونده ژبه کاروي، چې پر نورو چارواکو ښه نه لګيږي.

د دفاع وزير چيک هيګل په اړه هم نيويارک ټايمز ليکلي، چې د کورنۍ پاليسي او سياست په اړه ډېر پټه خوله وي او د اوباما پر ځای د امريکايي پوځ لوی درستيز جنرال مارټن ډيمپسي ته ډېر نژدې دی او تر ډېره نوموړي ته ورته نظر او څرګندونې لري.

له همدې امله اوباما پرېکړه کړې، چې د دواړو ياده شويو وزيرانو پر ځای نوي باوري او داسې وزيران وټاکي، چې په پرېکړو او پاليسيو کې د اوباما هم نظره وي.

د يادونې وړ ده، چې د اوباما ادارې د افغانستان او عراق د جګړې له امله د ډېرو لوړپوړو پوځي افسرانو په ګډون دا درېيم دفاع وزير دی، چې د نظامي ستراتيژۍ د ناکامۍ له امله يې له خپلې دندې لرې کوي.

د دفاع اوسني وزير څخه مخکې ليون پينيټا او له هغه وړاندې رابرټ ګيټس د امريکا دفاع وزير و، چې اوباما سره پر يو شمېر ستراتيژيکو مسايلو د اختلاف له امله له خپلو دندو ګوښه کړای شوي وو.

رابرټ ګيټس په خپل کتاب «Duty» کې ليکلي، چې اوباما د افغانستان جګړې په اړه بنګساری دی او په دې اړه هيڅ کړنلاره نه لري او غواړي، چې په هره لار وي له دغې جګړې خپلې اوږې سپکې کړي.

ګيټس په دغه کتاب کې کې ليکلي، چې«اوباما فکر کوي، چې دا جګړه ده ته د پخواني ولسمشر بوش څخه په ميراث کې پاتې ده او دی یې د ګټلو مسؤول نه دی او غواړي، چې دغې جګړې ته ژر تر ژره د پای ټکی کيږدي»

د سياسي او نظامي چارو څارونکي وايي، چې ايا اوباما به په دې وتوانيږي، چې د بهرنيو چارو او دفاع وزارت لپاره دې داسې کسان وګماري، چې د ده هم خوښ وي او هم امريکا له اوسنيو کړاوونو راوباسي؟

څارونکي وايي، چې اوسنۍ نښې نښانې داسې ښکاري، چې اوباما پر کومه لاره روان دی، نو د بريا چانس يې ډېر لږ ښکاري؛ ځکه چې د افغانستان او عراق اوږدمهالې جګړې امريکا او نړۍ داسې ستونزو سره مخ کړې، چې بېرته سمول يې ناشوني بريښي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x