نظــر

زه څه ډول حجاب خوښوم؟

لیکواله: مینه انتظار

په فېس بک کي د مېرمنو د حجاب موضوع ډېره پرله اوړي. ځيني ځوانان او اکثره غرب ميشتي مېرمني پر افغاني دوديز حجاب ځکه نيوکي کوي، چي مېرمني له سره تر نوکه پکښي مستوري وي. دغسي حجاب ځينو د ښځو لپاره سپکاوی او ځينو قفص بللی دی.

زه له هغوی سره له اسلامي او ټولنيز لحاظه نه ږغېږمه، زه د يوې مېرمني په توګه دوی ته د خپل زړه حال وايمه:

زه کوم حجاب خوښوم؟

هغه حجاب، چي د ارامۍ احساس پکښي وکړم او د خلګو نظر له ځانه واړوم.

زما دوديز حجاب (برقه) ما تل له ځناورو سترګو ژغوري.

هر کله چي مي سترګي له حجابه را ايستلي دي، د خلګو خبري راپسې سوي دي.

هر کله چي مي کوټي چادري (تور حجاب) کړې ده، خلګو څارلې يمه. ځکه نو ما ته کوټي چادري تر ډېره يوه فېشني جامه ده، نه حجاب.

زما ښکلا زما له مخ (څېرې) نه څرګنديږي، زه نه غواړمه چي زما ښکلا نا محرم ته څرګنده سي.

زما دوديز حجاب هم اسلامي او هم کلتوري دی. په دغسي يو ټول منلي حجاب زه د ټولني تر نظر باعفته او سنګينه اېسمه؛ نو زه له داسي يو ټول منلي کلتوري ارزښته سرغړونه نه کومه.

او څوک چي زما مخ له حجابه باسي، هغوی زما د ښکلا وږي دي؛ اسلامي حجاب يې بهانه ګرځولې ده.

«ځيني خاصي ښځي د ټولو افغان مېرمنو استازيتوب نه کوي. همدغه مېرمني په رسمياتو او کارځايونو کي مخ لوڅوي، خو په خپله کوڅه کي په برقه کي تيريږي، ځکه دوی پوهيږي کوم مصؤنيت چي د دوی په دفتر کي سته هغه د ښار په کوڅو کي په هيڅ صورت نسته. پر حقايقو سترګي نه پټيږي.»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
abdullah

خورې ! په قلم دې برکت شه

سمسورافغان

ګرانی خورې ستاسې په شان واقعبین اوروڼ اندې ښځې دې الله ج نورې هم په جامعه کې زیاتې کړي له غربی تهذیب څخه متاثره خویندو ته دې هم الله ج هدایت وکړي ترڅو خپل اسلامی او افغانی کلتور ته احترام وکړي اودپردی کلتور په ځای خپل اسلامی اوافغانی کلتور وپالي .

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x