دیني، سیرت او تاریخ

خپل شاګرد ته د امام ابوحنیفه وصیت – (۱۵): د چا بدې خبرې په ښو ځوابول

حامد افغان

د چا بدې خبرې په ښو ځوابول

امام ابوحنیفه رحمه الله خپل شاګرد یوسف بن خالد السمتي البصري ته وایي: څوک چې په تا کې بدې او سپکې خبرې وکړي ته په هغه کې ښې او غوره خبرې وکړه، ومن تكلم فيك بالقبيح فتكلم فيه بالحسن والجميل، دا د هغه مخکي درانه خوی او مومنانه صفت امتداد او غځونه ده چې ورته ویلي یې و: څوک چې بد درسره کوي ته ښه ورسره کوه، د بدو په مقابل کې ښه کول ډیره عامه خبره ده یعني ښه او بد مختلفو ښو او ګڼ شمیر بدو خويونو ته ویل کیږي، د وصیت دا خبره چې که په تا کې څوک بدې خبرې وکړي ته ښې خبرې په کې کوه؛ هم په هغه عام وصیت کې راغلې وه خو دلته یې بیا د دې خبرې د اهمیت لامله روښانه کړه، په یوه بل کې بدې خبرې په ټولنه کې پریمانه ستونزې رامنځته کوي او د چا د بدو خبرو په مقابل کې په هغه کې ښې خبرې کول دا ستونزې له بیخه ختموي نو ځکه امام رحمه الله خپل شاګرد ته دا خبره له عموم وروسته په خاصه توګه وکړه.

په ځانګړې توګه د علماو ترمنځ د همدې خبرو لامله ډیرې ستونزې، نفرتونه، کرکې او پریمانه مخالفتونه رامنځته کیږي، ځکه له دوی سره د خلکو اړیکې زیاتې وي د خلکو اړتیاوې په دوی پوري تړلې وي، نو همدا خلک ځیني په ناپوهي یا ناخبري کې او ځیني قصدا د دوی ترمنځ خبرې ګرځوي، او همدا خبرې د مخالفتونو او نفرتونو لامل وګرځي، علماء کرام باید د خپلو معاصرو پوهانو او علماو په اړه خولې په احتیاط وخوځوي، د خلکو له خوا دوی ته د نورو رسیدلې خبرې باید هیڅکله پاموړ ونه ګرځوي، د تابعينو سرخیل او وتلي امام حسن البصري رحمه الله ته یو چا د ده په اړه د بل چا بدې خبرې راورسولې، ده ورته وویل: هغه دا غیشی زما لورته ويستلي و او ما ته نسوي رسیدلی، تا هغه غیشی ما ته راورساوه او زما په زړه کې دي خښ کړ، دا راز د سلفو یو عالم وایي: تاسو ته چې څوک د نورو خبرې رارسوي پوه شئ چې دا کس به ستا خبرې هم نورو ته رسوي، بناءً علماو او ټولو مومنانو ته لازمه ده چې د سلفو دا خبرې د لارې مشالونه وګرځوي او په ځانګړې توګه د امام ابوحنیفه رحمه الله د وصیت دا غوره خبر خپله کړي او که د ده په اړه د چا بده خبره واوري دی دي په مقابل کې د هغه ستاینه وکړي.

علماء باید د خلکو مرستندوی وي

امام ابوحنیفه رحمه الله خپل شاګرد ته وایي: ستا له اړوند خلکو چې کوم یو مري باید تا یې حقوق ورپوره کړي وي، که د کوم یوه یې خوشالي وي ته باید مبارکي ورکړې، چا ته چې مصیبت رسیدلی وي تسلیت ورته وایه، چا ته چې غم او درد رسیدلی وي په هغه کې یې شریک اوسه، څوک چې پخپلو چارو کې د مرستې غوښتنه درنه وکړي مرسته یې کوه، څوک دي چې په غم او درد کې وغواړي ځان ورته رسوه او مرسته یې کوه، مطلب دا چې د هغوی په غم او ښادي کې له هغوی سره شریک اوسه او په دې لړ کې چې د هغوی کوم حقوق وي هغه یې ورپوره کوه.

امام ابوحنیفه رحمه الله دا وصیت خپل شاګرد ته کړی دی او د ده شاګرد طبعاً عالم و، د ده د وصیت له اسلوب نه ښکاري چې وصیت په ټولیزه توګه علماو ته ده، مخکي یو ځای ده هغه ته ښکاره ویلي دي چې کله ته په خپل علم مقابله پیل کړې، علماء باید له خلکو سره د ښو اړیکو او له خلکو سره په غم او خوشالي کې د ګډون او مرستې په اړه د امام رحمه الله خبرو ته ښه متوجه شي، هر انسان که غمژن شي او یا ښادي ولري په دواړو صورتونو کې د نورو معنوي او مادي دواړو مرستو ته اړتیا لري او له خلکو سره په دې دواړو حالاتو کې په مرسته کې له نورو خلکو باید علماء مخکي وي، لکه په مختلفو ژوند چارو کې چې عالم د خلکو مقتدا او لارښود وي د ژوند په دې مهمو حالاتو کې هم باید عالم لارښود او مقتدا وي، امام رحمه الله خپل شاګرد ته له خلکو سره د مرستې په اړه خورا زیات ټینګار کړی دی، نو باید عالم د خلکو مرستندوی وي.

که څوک فکر کوي چې عالمان خواران څه لري هغوی مسکینان وي نو له چا سره به څنګه مرسته وکړي؟! دا استدلال باید عالم د ځان له پاره هیڅکله عذر او له خلکو سره د مرستې خنډ ونه بولي، لازمه نده چې غریب به په مرسته کې ډالر شندي، هر انسان پخپل وس پړ دی او مرسته هم بېشمیره ډولونه لري، فرضاً یو عالم هیڅ هم نه لري دومره خو کولی شي خلک له هغه سره مرستې ته وهڅوي، یا د غم او ښادي په مهال له خپله کوره توشکې او ټغرونه د هغه کره وروړي او که دا هم نشي کولی دومره باید وکړي چې د هغه له مرستې دي تمه وشلوي، داسي خلک شته چې په غم او ښادي کې یوه بل لور ته له رموزو ډک نظرونه ځغلوي… دا کار زموږ په ټولنه کې شته او بيخي ناوړه کار دی او په ځانګړې توګه د عالم له پاره پخپله د ځان سپکاوی ده.

روایت کا د سلفو د یوه عالم کره یوه مسکین ورغی او د خیرات غوښتنه یې وکړه، ده ورته وویل: لیږ صبر وکړه، کور ته ننوت ليږ ځنډ وروسته په داسي حال کې راووت چې تار او ستن یې په لاس کې و او مسکین ته یې وویل: باور وکړه په کور کې مي هیڅ شی هم نه و او دا مي هم زړه نه غواړي چې تش لاس ناامیده دي ولیږم، مهرباني وکړه لیږ راته کښېنه چې جامې دي در وګنډم، هغه ورته کښېناست او ده یې جامې وروګنډلې!!، موږ وویل چې بنده په وس پړ دی، دې عالم ایله دومره کولی شوی چې د مسکین جامې وروګنډي، زما په اند خو دا د جامو ګنډلو کیسه د سرو اوښو له خیرات نه هیڅکله کمه نه ده. رحمهم الله تعالي اجمعین.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x