شعـــــرونه

توبه توبه

شاعر: نظام کندهاری

جوړ قيامت شو پر دې ښار توبه توبه
چي رخصت شو رانه يار توبه توبه

لا جوړ شوي مو زاړه زخمونه نه وه
بيا تازه مو شو پرهار توبه توبه

لاس دي مات شه اې ناترس ظالم جلاده
لا تر څو مو کړې آزار توبه توبه

ولي صبر لا زموږ له وينو نشوې
ولي نه يې توبه ګار توبه توبه

که پر نوم د حق مي سل ځله په دار کړي
و به نه کړمه انکار توبه توبه

زموږ ايمان او زموږ اسلام ته ګناه وايي
نور خو نه يو ګنهګار توبه توبه

که جذبې مو خليلي په زړو کي نه وای
اور به نه وای لاله زار توبه توبه

سينه چاک بورا د ګل په غېږ کي خوښ وي
پروا نلري د خار توبه توبه

اوس نو وايم به نظام د غم بيتونه
د شهيد يار پر مزار توبه توبه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x