نظــر

د سولې کړکېچنه لاره

اُمت، کالم: د سولې لاره ډېره کړکېچنه او څو بعدي ده. په عموم کې باید په داخلي او خارجي ابعادو ووېشل شي. له یوې خوا داخلي فشارونه، نه‌عزم، نه‌اراده او نه‌تعهد هغه سببونه دي چې ځینې خاصې کړۍ د سولې په لاره کې خنډونه جوړوي. دا کړۍ دولت ته هم مالومې دي، خو بدبختي دلته ده چې دولت هم بېرته همدا ډله ده. کېدای شي دا سوال پیدا شي چې ښه نو بیا دولت پخپله سوله نه غواړي؟ نه، داسې هم نده، دولت یوې ځانګړې کړۍ ته نه ویل کېږي. سوله ملت غواړي او ملت ورته تر هرڅه او هر چا ډېره اړتیا لري.

بیاراستندېدونکو یا یوځای‌کېدونکو ته د سولې په طرزالعمل کې داسې راغلي چې که چېرې کوم وسله‌وال مخالف د سولې له پروګرام سره یو ځای کېږي د هغه پخوانۍ ټولې تېروتنې معاف دي پرته له هغو شخصي ادعاګانو چې خلک یې پرې لري او حقوق‌العبد بلل کېږي. نوموړې ادعاګانې به د مدعي د ادعا په صورت کې په لویه‌څارنوالۍ او نورو عدلي او قضایي اورګانونو کې د نوموړي له لوري د مدعی علیه پر خلاف مخته وړل کېږي او د تصفیې په صورت کې متهم آزاد دی. ځینې ناخبره چې دغه خبره ورته ګونګه پاتې ده، فرصت غنیمت شمېري او د سولې له پروسې سره پدې موخه یو ځای کېږي چې ښایي وبخښل شم. داسې ډېر مثالونه شته چې ځینې افراد د سولې له پروسې سره پدې خاطر یو ځای شول چې له خپلو ټولو دعواؤ، تیري‌ګریو، او جرمونو خلاصون ومومي. خو دا چې، له پروسې سره یو ځای شوی دی د ملي امنیت ریاست بند ته غورځولي.

 اشرف‌غني احمدزی د افغانستان د نوي اولسمشر او د مسلحو قواؤ د اعلی سرقومندان په توګه د څرخي‌پله په زندان کې زندانیانو ته په خطاب کولو سره وویل چې؛ زه د مسلحو قواؤ د اعلی سرقومندان په توګه د افغانستان د ملي اردو، ملي پولیسو او نورو امنیتي اورګانونو د عساکرو د وینې مسؤولیت لرم او  هېڅکله به هغه څوک له بنده خوشې نکړم چې لاسونه یې زموږ د عسکرو په وینو سره وي.

دوه خبرې دي دلته؛ اشرف‌غني د اولسمشرۍ د کمپاینونو پر مهال په کندهار کې راټولو شویو خلکو ته وویل چې زه به ستاسې زندانیان له بنده آزادوم. دا خبره یې له کوم قید او شرط پرته وکړه، د بندیانو د کیفیت تفکیک یې پکې نه وه کړی، نو پوښتنه داده چې آیا اشرف‌غني دا خبره د خلکو د غولولو پخاطر وکړه؟ او که مقصد یې غولول نه وه، نو ولې یې په هماغه وخت کې د بندیانو ترمنځه د تفكیك موضوع مبهمه پرېښودله؟

موضوع به یوازې تر کندهاره نه محدودؤ او  نه اشرف‌غني د څرخي‌پله په زندان کې یوازې کندهاري زندانیان مخاطب کړل. د بندیانو موضوع ټولیزه ده او باید په ټولیز ډول وڅېړل شي. د بندیانو آزادول د سولې لپاره یو اړین ګام دی، دا ځکه چې په سیمه‌ییزه کچه که چېرې د جګړې عوامل وڅېړل شي، د امنیتي قواؤ له لوري په کلیو، ولسوالۍګانو او ولایتونو کې داسې خلک نیول شوي او زندان ته اچول شوي دي چې له طالبانو او نورو وسلوالو ‌ډلو سره څه تړاو نلري او  داسې خلک هم پکې شته چې جرم یې پدې نه ارزي چې کلونه په زندان کې تېر کړي. دلته د عدلي او قضایي اورګانونو د فساد بحث هم جدي دی. هغه څوک چې له زندانیانو سره مستقیمې یا غیرمستقیمې اړیکې او خپلوي لري له دغه جریانه متأثره، له دولت څخه متنفر کېږي او بالاخره ځان دېته مجبور بولي چې وسلې ته لاس کړي او  لانجه په عقلاني منطق نه د زور په منطق حل کړي، دا چې څومره د زور منطق کار کوي بېله خبره ده.

د اشرف‌غني په مشرۍ، افغانستان، د جمهوري نظام دریمه دوره تجربه کوي. د نوي اولسمشر لومړنۍ سل کاري ورځې هم ملت او هم نړیوالې ټولنې ته چې د افغانستان مالي ملاتړ کوي، مهمې دي. اهمیت یې دادی چې اولسمشر د خپل کار لومړیتوبونه څنګه پیلوي او  تعین شویو ټارګېټونو ته له کومو لارې ځان رسول غواړي. سوله، د یوه مبرم ضرورت په توګه د افغانستان د پرمختګ بنیاد تشکیلوي. له سولې پرته افغانستان او د غني اداره نشي کولای خپل ټاکل شوي هدفونه په بشپړ ډول ترلاسه کړي. دا هغه پروګرام دی چې اولسمشرۍ ته ولاړو ټولو نوماندانو یې په اړه جدي خبرې کولې.

پورتنیو خبرو ته په کتو داسې مالومېږي چې د اشرف‌غني پالیسي د سولې په اړه بدله ده او په نوي پروګرام او نوې لارې به یې مخته وړي. اشرف‌غني هر مهال پخپلو خبرو کې د سولې د پروسې پر ګړندیتوب ټینګار کوي او داسې ښکاري چې د سولې د پروګرام په اړه به نوی میکانیزم رامنځته کوي.

د سولې لپاره، لکه څنګه چې مخکې هم یادونه وشوه یو ټینګ او کلک تعهد پکار دی. دا تعهد باید د یوه باور په توګه ترسیم شي، او د دولت مخالفین چې کوم دلایل او اعتراضونه پر دولت باندې لري هغه باید ژر تر ژره د دولت له لوري رفع او دفع کړل شي. د هغوی اعتراضونه شرعي بنسټونه لري او باید د شریعت په رڼا کې حل کړل شي. د مثال په ډول؛ الله تعالی او رسول کریم صلی الله علیه وسلم ته توهین کوونکي، پداسې حال کې چې جرم او اهانت یې مالوم وي، ژر تر ژره د ملت په مخ کې ووژل شي. خو دولت یا خپله پدې کار کې چندان دلچسپي نلري او یا دا چې هغه کس د پردیو د استخباراتو له لوري د افغانانو د عقیدې او ایمان سنجوونکې آله د تخرګ لاندې لري، د هغوی پشتوانه ورسره وي او ساعت وروسته بیا د سړي درک نه وي.

دا هغه د نیرنګ نقطه ده چې تبر ته لاستی اچوي او په مړژواندو سکروټو پطرول. له طالبانو سره هغه مؤلفة‌القلوب ډله چې کله د دولت دننه داسې چارې ویني نو  مخکې یې که په خولې د دولت مذمت کاوه نو لداسې پېښو وروسته عملاً ټوپک په لاس د دولت په مقابل کې درېږي.  دولت که چېرې رښتینې سوله غواړي نو باید دغه ډول کړنې چې مخالفینو ته د اعتراض فرصت په لاس ورکوي له منځه یوسي. کوم وخت چې دلایل رفع شول او پوښتنې حل شوې، نو د دولت مسؤولیت ختم دی او د ملامتۍ تور به ترې پورته شوی وي. پداسې حال کې که مخالفین یې بیا هم جنګېږي نو ملامتي به د هغوی پر اوږو بار وي.

بله لویه ستونزه چې د سولې په وړاندې نوې راوټوکېده او په رښتیني ډول یو لوی چیلنج بلل کېږي هغه د نوي دولت له لوري له امریکایانو سره د امنیتي تړون لاسلیک کېدل بلل کېږي. د امنیتي تړون له لاسلیکېدا سره سم طالبانو د خپل مقاومت غږ پورته کړ او نوی دولت یې د تېر دولت او اشغال تکرار وباله. له دولت سره د طالبانو د سولې لومړنی شرط د امنیتي قواؤ وتل دي. پداسې حال کې چې امنیتي تړون امریکایانو ته د ۱۰ لسو نورو کلونو د پاتې کېدو ټټر وهلی دی. دا یو لوی تناقض دی چې د سولې په وړاندې پروت دی. د امنیتي تړون له کبله د سولې ټکنۍ پروسه لا پسې ټکنۍ شوه او کېدای شي چې لږ لګېدلي څرکونه یې لاپسې ورک او تیت شي.

د سولې په داخلي بعد کې چې کوم جدي خنډونه دي هغه د دولت د اراکینو له لوري غیرمسؤولانه موقفونه دي چې په ښکاره ډول د سولې پروسې ته لویه ضربه واردوي. که چېرې د سولې لپاره یو رښتینی تعهد موجود وي، او په رښتیني ډول دولت وغواړي چې سوله وکړي نو باید په جدي توګه د سولې په میکانیزمونو او رهبرۍ کې لوی تغیر راولي او پدې اړه باید یوازې او یوازې یو تربیون وي چې د هغوی خبره ومنل او تصدیق شي. لدې سره د سولې چې کوم عملیاتي سیستم دی، باید له سره پرې غور وشي او یو کارا میکانیزم رامنځته شي. د سولې پروګرام دننه ډېر زیات مشکلات دي، دا مشکلات پدې دریو او څلورو کلونو کې په ښه توګه درک شوي دي، د سولې په پروګرام کې چې کوم تخنیکي کارکوونکي دي هغوی په ښه توګه دا مشکلات درک کړي دي، خو دا چې د سولې پروګرام له بېروني فشارونو او خارجي انحصار څخه خلاصون و نه مومي دا مشکلات به وي او د تېر په څېر به همداسې بې‌نتیجې پاتې وي.

له بلې خوا، د سولې شورا د انحلال په درشل کې ده. د سولې پر شورا د ټولو بنسټونو له لوري لوی نقد همدا دی چې دوی تراوسه پورې د سولې په لاره کې کومه ملموسه نتیجه نده ترلاسه کړې او پدې لاره کې یې کوټلي اقدامات ندي ترسره کړي. دا چې څومره دا شورا سهل‌انګاره ده تر هغې زیات د سولې پروګرام کارایي پر خارجي ابعادو پورې تړلې ده، چې په جدا بحث کې به خبرې پرې وشي. د سولې عالي شورا ګډه دارالانشاء چې د سولې پروګرام تخنیکي کارونه مخته وړي ښایي د سیمه‌ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې ته ولېږدول شي. دا ځکه چې په سیمه‌ییزه کچه د سولې پروګرام رهبري د والیانو او ولسوالانو پر غاړه ده او والیان او ولسوالان د سیمه‌ییزو اورګانونو د خپلواکې ادارې منسوبین دي.

والیان او ولسوالان چې د سیمه‌ییزې حکومتوالۍ مسؤولیت پر غاړه لري دا به ورته ډېره آسانه وي چې پخپلو مربوطه ولایتونو کې د نورو ریاستونو ترڅنګ د سولې ریاست هم رهبري کړي.

اشرف‌غني چې د سیمه‌ییزې حکومتوالۍ بهتري او غوره‌والی یې د کار له لومړیتوبونو ګڼل کېږي ښایي په همدې غور وکړي چې د سولې پروګرام په ښه شکل او نوي او کاري میکانیزم د سیمه‌ییز حکومت په تشکیل کې داخل کړي. دا چې د سیمه‌ییزو اورګانونو خپلواکه اداره په مستقیم شکل د اولسمشر تر رهبرۍ لاندې ده، نو دا به ورته ډېره اسانه وي چې په سیمه‌ییزه کچه یې هم د همدې ادارې له لارې په آسانه سره څارنه او ارزونه وکړي. هغه خدمات چې باید ددې پروګرام له لارې خلکو ته په وخت ورسېږي اولسمشر به یې د سیمه‌ییز حکومت له لارې په آسانه سره تعقیبولای شي.

د ښې‌حکومتوالۍ او د سولې د اغیزمنتیا پخاطر بهتره داده چې اوسني والیان او ولسوالان د کار او د خدماتو د عرضه کولو په مشخصو کیفي او کمي شاخصونو وارزول شي. هغه چې پدې لاره کې اغېزمن ثابت شوي پرځای پرېږدي او د نورو پر ځای دې نوي والیان او ولسوالان معرفي کړي، ځکه سوله او ثبات د کلي، ټولنې، ولسوالۍ او ولایت له سطحې پیل کېږي نه له مرکز څخه.  پدې اړه باید په کلیو او  ولسوالۍ‌ګانو کې د (اړتیاؤ سروې) ترسره شي تر څو مالومه شي چې د خلکو لومړنۍ اړتیاوې کومې دي، او له کومې لارې په غوره شکل ترسره کېدای شي چې هم خلکو او هم دولت ته د قناعت وړ وي.

د سولې داخلي بعد په بشپړه توګه د دولت په داخلي سالمې، بې‌پرې، او متعهدې دیپلوماسۍ پورې اړه لري. اوس چې د دولت د رهبرۍ په سطح ستره بیوروکراسي د پنډېدو په حال کې ده، دا نده مالومه چې د سولې په اړه به ددوی واحد موقف څه وي. هغه څه چې ډېر زیات اړین دي، د سولې لپاره یوه شفافه برنامه، په عملیاتي سیستمونو یې له سره غور، د انتقال واضح‌پلان او په سالمه توګه د نوموړي پروګرام انتقال مربوطه ادارې ته، د حکومتدارۍ په برخه کې د غوره‌والي نوې لارې، د کړنو د څار یو قوي او کارا سیستم دی تر څو  په خلاص مټ د پروګرام اندازه‌ګیري وکړي او رهبرۍ ته د تصمیم نیولو په اړه یو لازم بستر رامنځته کړي.

امت، د عبدالبصیر عتیقزي کالم، نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Malim

د افغانستان د هر مرض د علاج نسخه اول یو داسی منشور ته ضرورت دی چه د اسلامی قانون په رڼاکښی جوړ او نړۍ ته یو ښه مثال اودافغانانودپرمختګ او افتخار وړوی، او د منشور مهم اساس باید د رهبری د عالی شورا او د مشورتی شورا اساس کیشودل وی. رهبری شورا د غړو ټاکل باید دلاندی اصولو سره سم وی چه د قرانکریم او محمدص د لارښودنو لنډیز دی. (1- الیف:- د رهبری شورا مختصر تفصل مسلمان، افغان ،عالم ،صالح ، مدبیر او کاسب (اهل) وی یعنی خونکار او په کبایرو کښی مبتلا نه وی، کبایر عبارت له ټولو… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x