هالینډ نوي ځواکونه افغانستان ته استوي

holland_troops(نن ټکی اسیا) لاهای: د هالینډ حکومت پرېکړه کړې چې دوی به افغانستان د پولیسو د روزني لپاره 545 عسکر استوي. د هالینډ وزیر اعظم مارک روټ وویل د دوزیرانو د یو مجلس وروسته دغه پرېکړه اعلان کړه.
ده وویل چې تر هر څه دمخه به زمونږ دغه نوي ځواکونه د پولیسو پر روزني توجه کوي.
نوي عسکرو کې به 225 عسکري روزنکي وي او دوی به په کابل، بامیان او کندوز کې متمرکز کیږي.
تر اوسه د هالینډ پارلمان ددغي پریکړي په اړه خپل موقف نه دي څرګند کړی مګر وزیر په پوره ډاډ سره وویل چې پارلمان به ددې عسکرو په استولو کې څه ونه وايی.
ده وویل چې ددې عسکرو سره څلور اف-16 الوتکي هم افغانستان ته واستول شي.
د یادوني وړ ده چې هالینډ د تېر کال 2010 په اګست میاشت کې خپل 1950 عسکر د روزګان ولایت څخه ایستلي وه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د