نظــر

د غلامیو جبري تړونونه

لیکوال: الحاج استاذ بیانزی

څلورمه برخه

بسم الله الرحمن الرحیم

روسانو ، له خپلې شرمیدلې ماتې وروسته زموږ ګران هیواد د ملګرو ملتو په منځګړیتوب انګریزانو او امریکایانو ته د مهارولو دپاره وسپارلو ، انګریزانو یا امریکایانو زموږ د مجاهد اولس د مهارولو دپاره یې تر ټولو لومړی د روسانو ، ایرانیانو ، پاکستان ، عربي او غربي هیوادونو سره په ګډه  زموږ د خپلمنځي جنګونو د رامنځته کولو شیطاني پلانونه جوړ او په ډېر مهارت او احتیاط هر اړخیز تدابیر ونیول شول .

پنځم : زمونږ د خپلمنځي جنګونو د رامنځته کولو تړون

الف : زمونږ د ټولنیز جوړښت ویشنه

روسانو زمونږ د ګران هیواد د مستعمره کولو د پاره د خپلو افغاني کمونستانو سره هم اخلاص نه درلود له اوله یې د خلق او پرچم په نوم دوه کمونستي ګوندونه ( چې خلق کې پښتانه او پرچم کې غیر پښتانه ) رامنځته کړي وو، چې زمونږ د هیواد د اشغال دپاره ترې کار واخلي ، همداسې وشول ، تاوان یې روسانو او ګټه یې انګریزانو ته ورسیدله یعني د روسانو د ماتې او انګریزانو ترې زمونږ د خپلمنځي جنګ د اور بلولو د پاره کار واخست . د روسانو له وتلو وروسته د شمال کمونستانو د شمال اخوانیانو سره شمالي ټلواله او د جنوب کمونستانو د جنوب اخوانیانو سره جنوبي ټلواله جوړه کړه په دې وسېله د پښتون او غیر پښتون وروڼو قومونو تر منځ یې خپلمنځي جنګونه رامنځته کړل .
انګریزان چې د افغانانو له غیرت او شهامت څخه په عملي بڼه کې خبر وو او له روسانو له خطاګانو يې هم زده کړل ( چې افغانستان ته ننوتل اسانه مګر راوتل ترې اسانه نه دی ) . د همدې امله یې تر ټولو لمړی د [[ وویشه؛ حکومت وکړه ]] له استعماري فارمول کار واخست ، افغانان یې په درو لویو کټګوریو وویشل چې هغه په لاندې ډول دي :
لومړۍ کټګورۍ : نشنلستان او سکولریستان ؛ چې د روسانو سره د یوې لسیزې جنګ کولو په اوږدو کې د لویدیز هیوادونو له خوا په ګوته شوي ، پېژندل شوي ، د ویزو ، ګرینګ کارټونو په ورکولو اوپه بې شمېره مادي پیرزوینو نازول شوي ، پلورل شوي او روزل شوي وو، د راتلونکي سکولریست حکومت د تاسیسولو د پاره د لویو چارواکو په حیثیت نظر کې نیول شوي وو، چې ځینې مشران یې لکه زلمی خلیل زاد ، کرزی ، اشرف غني ، عبدالله ، جلالي ، افندي ، مجددي ،سیاف، احدي ، زاخیلوال، رحیم وردګ او د ظاهر نوره پلورل شوې ډله ده .

دوهمه کټګورۍ : تش په نامه جهادي رهبران او قوماندانان ؛ چې د شیطانانو خپل نه شو او الله ج ته یې مخونه تور شول ، څه ډالر به یې ترلاسه کړي وي، مګر د پام وړ مقامونه یې ور ونه سپارل ، لویدیز فکر کوي، چې دوی د خپل خدای ، خپلې عقیدې او خپلو خلکو سره وفادار پاتي نه شو، خپل خلک ، خپل دین ، خاوره او خدای یې خرڅ کړو مونږ هم خرڅوي ، ښه داده چې مونږ هم پرې باور ونه کړو داسې نه چې مونږ هم صبا خرڅ کړي، دا هم په دوه ډوله وو ، ځینې یې له اوله د لویدیز غلامان وولکه له سیاف څخه چې یې د نړیوال استعمار لوی څارنوال او مفتي جوړ کړی . او څه مشران چې د نفس په مقابل جهاد کې د ماتو سره مخ شول، لویدیز اخره کې په بیه رانیول ، چې د میلونو شهیدانو د ګرمو وینو جهاد یې په انګریرانو او امریکایانو وپلورلو د سپیڅلی جهاد په نوم یې د سوړ جنګ ، جنګ سرد اویا کولډ جنګ نوم کیښودلو ، یعني د امریکایانو جنګ چې افغانان پکې استخدام شوي وو .

دریم : کمونستان: انګریزانو له روسانوافغاني کمونستان ( امریکا او اروپا ته د ویزو ، ګرین کارتونو او مادي پیرزوینو په ورکولو ) په اجاره رانیول ، افغانستان کې د نوی سکولریستي حکومت له پیاده کولو یې خبر کړل، ورته وویل شول منتظر اوسی تاسی به هم د افغانستان په راتلونکې غلامه اداره کې مهم پوستونه ولری ، په دی شرط چې سر له اوسه زمونږ قوماندې او دستورونه عملي کړئ ،یعني د وروڼو قومونو په خپلمنځي جنګونو کې پراخه او فعاله ونډه ولری.

یادونه : دغه پورتنې درې غیر متجانسو مثلثي ډلو ته وویل شو، چې د راتلونکي حکومت د تاسیسولو د پاره د ورونو قومونو تر منځ د خپلمنځي جنګونو رامنځته کول ډیر ضروري او اړین دي، ستاسی کورنۍ کار به دا وي، چې ټول په ګډه دغه پروژه کې هلې ځلې پیل کړي ، د سکولریست حکومت د جوړولو او ساتلو د پاره د افغاني ټولنو ویشلو او طبقاتي کولو ته اړه ده ، دا کار د خپلمنځي جنګونو په واسطه رامنځته کیدی شي .

ب : خپلمنځي جنګونه

د وروڼو قومونو د ویشلو دپاره لاندې کړنې ترسره شوې :

اول : کمونستان ، سکولریستان او جهادیان ( غیر متجانسه ثلاته یا مثلث ) هر یو یې بیلا بیل خپلو کې بیا په ژبني ، سمتي ، مذهبي ، ګوندي ، قومي او داسې نورو لویو او کوچنیو مخرجونو ویشلي ، د هر یو ګروپ سره یې د استخباراتو جلاجلا اړیکې ، رازونه او تماسونه وو، یو له بله نه خبر نه وو، ولي هر یو تر نورو ځانونه بادارانو ته نږدې ګڼل . معاشونه یې هم د اهمیت له مخې ټاکل شوي وو .

دوهم : د دغو ویشنو لومړۍ وسله یا لومړۍ ډبره پښتو او فارسي وه ، یعني پورتنی غیر متجانس ثلاثي پښتنو د پښتنو او فارسي زبانو د فارسي زبانو سره غوږونه او لاسونه نږدې کړل، یعني زمونږ ګران هیواد یې په شمال او جنوب وویشلو .

دریم : دوهمه یې ګوندي ویشنه وه، یعني زمونږ هیواد یې له اوله په ( حزب ، جمیعت ، حرکت ، اتحاد ، جبهه ، محاذ ) اسلامي ، اسلامي … او نورو لویو او کوچنیو ګوندونو ویشل شوی او د خالق اومخلوق د تیرویستنې دپاره د هر یو ګوند په اخر کې د (( اسلامي )) ټکی ټومبل شوی وو.

څلورم : همدارنګه ، د سنیانو ، شیعه وو ، وهابیانو ، سلفیانو ، دیوبندیانو ، صوفیانو ، بدعتیانو ، تبلیغیانو او داسې نورو او نورو ویشنو څخه یې هم کار اخستی وه .

ج : د ډالرو د راټولولو مسابقه

څه وخت مخکې د ډالرو د راټولو بهیر او یا مسابقې په هکله د امریکا ږغ اشنا تلویزون د ښایسته سعادت له خوا په ډاګه شوه، هغې د خپلو خبرو په اوږدو کې وویل، د دې دپاره چې د هغوی تر منځ یې کشش او رقابت زیات کړی وي، سی ای اې د ډالرو د بوجیو خولې جهادي رهبرانو او قوماندانانو ته خلاصې کړې، له لازمي اندازې هم زیاتې ډالري توزیع شوي ، که هغه ټولې ډالرې هغوی ته توزیع شوي نه وي، نن به یې د طالبانو په مقابل کې ترې استفاده کړې وای .

د خپلمنځي جنګونو دا دوره زمونږ د ګران هیواد په تاریخ کې تر ټولو ډیره کرغېړنه ، بدمرغه او توره دوره وه ، زمونږ تلفات تر بل هر وخت زیات ، پرله پسې او دایمي وو د کمونستانو وحشت او د روسانو اشغال ورباندې څو ځلې شرف درلود . د ډالرو په زور یې قوماندانان د رهبرانو رهبران جوړ کړل، یعني رهبرانو به له قوماندانانو دستور تر لاسه کولو ، د ډالرو توزیع دومره زیاته شوه، چې ټولو رهبرانو او قوماندانو ورته اسلامیت او انسانیت خوشي کړ او هغوی چې خپل ضمیر او اسلامیت به یې نه پلورلو د لویدیز له خوا به له منځه ولاړل او لا به غیر فعال ، بدنام ، بې اهمیته او بې کاره شول .

د ملوک الطوایفیو په رامنځته کیدلو په هر سړک کې به څو پاټکونه وو څوک به لږ او څوک به تر نورو ډیر ظالمان او وحشیان وو ، سروبی کې د حزب اسلامی د زرداد په نوم قوماندان د عوامو د ځورولو او شوکولو د پاره به یې انساني سپی روزلی او ساتلی وو ، د رباني او مزاري ګوندونو د رقص مرده په نوم نوې اصطلاح اختراع کړه ، مظلوم اولس تر دې بې هیلې، چې د روسانو په وتلو پښمیانه شول د خلکو په سرونو دمیخونو ټکوهل ، د ښځو د سینو پرې کیدل ، په ماشومانو جنسي تیری ، حتی د هلکانو سره ودونه عادي خبره شوه ، لنډا دا چې نه د چا ځان ، نه د چا مال او نه د چا حیا ، عزت او ابرو خوندي وه.

هره خوا نارې سورې او سرې لمبې وې، د دې ټولو تر شا نړیوال استعمار او د هغو غلامانو قرار درلود، هغه غلامان چې نن په غلامه اداره کې وزیران ، او رییسان دي ، اصلی مجاهدین له صحنو وتلي او منزوي شوی وو ، دا وحشت د جهاد او مجاهدینو د بدنامولو دپاره د جهاد او مجاهدینو په نوم کیدلو . دې وحشتونو پوره یوه لسیزه ونیوله ، هره خوا ، وحشت ، بې عزتي ، مرګونه او وژنې وې . په دغه حساسو او تراجیدیو شیبو کې الله ج زمونږ د مظلوم اولس توبې قبولې، له دې ناخوالو څخه د مظلوم اولس ژغورولو د پاره ورله الله ج نوي مجاهدین راولیږل ،ځوانو طالبانو د خپلو استاذانو سره په ګډه یې په مالونو او ځانونو د قربانۍ ډګر ته را ودانګل ، ملوک الطوایفیو او بې شمیره ګډوډیو ته یې د پای ټکې کیښودلو ، د دوه لسیزو ګډوډیو وروسته یې د سرتاسري عدل او د امن حکومت بنسټ کیښود ، په ټول هیواد کې عدالت ، امنیت او سوله رامنځته شوه ، وایې ورانیدل اسان جوړیدل ګران دی ، برخلاف طالبانو د شلو کلونو وران هیواد په پنځو کلونو کې تر هغې کچې ورسولو چې ټوله نړی به یې په سلو کلونو کې تر هغه منزله ونه شي رسولی .

نور بیا…

و من الله التوفیق

د څلورمې برخې پای

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x