افغانستان

د سولې شورا غړي د سولې راوستو پر ځای پر شخصي کارونو بوخت دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لړم۱۰مه، ۱۳۹۳ل): دسولې شورا لسګونه غړي د خپلو رسمي دندو پرځای پر شخصي کارونو بوخت دي او دولتي امکانات او پیسې د خپلو ګټو لپاره استعمالوي.

د سولې شورا ټول اویا تنه غړي لري، چې د شنونکو په قول ډېری يې هغه څوک دي چې یا له طالبانو سره مخامخ په جګړه کې و، يا يې هم کلک مخالفین دي.

د سولې شورا د پخواني مشر برهان الدین رباني له وژل کېدو وروسته د نوموړي زوی صلاح الدین رباني د دې شورا مشر وټاکل شو، چې په دغه شورا کې يې د غړو ترمنځ اړیکې لاترینګلې کړې.

د سولې شورا پخوانی ویاند شهزاده شاهد په دې وروستیو کې رسنیو ته په خپلو څرګندونو کې وویل چې دغې شورا په شپږ میاشتې کې هم یوه ناسته نه ده کړې.

ځينې مبصرین پر دې اند دي چې که د سولې شورا خپلې دندې ته پام وکړي او فرضاً په هېواد کې سوله راشي، نو د همدې سولې د راوستو لپاره د دوی کار تمامېږي او زرګونه ډالره معاش به يې له منځه ولاړ شي.

د سولې عالي شورا د هېواد په ټولو ولایتونوکې د سولې ولایتي شوراګانې لري چې د شنونکو په قول فعالیت يې تبلیغاتي هڅه ده او بس.

ویل کېږي ډېری وخت د سولې شورا په ولایتي څانګو کې د خپل ځان فعال ښودلولپاره نمایشي تسلیمي ترسره کېږي او د پیسو په بدل کې د ښار څو تنو ځوانانو ته مولونه ور وهي او د تلویزوني کیمرو مخې ته يې ودروي.

څه موده وړاندې په پکتیکا کې د سولې شورا د غړي عبیدالله سروضوال په هڅو د پنځو تنو طالبانو د تسلیمي خبر ورکړل شو.

خو په دې ولایت کې د هېواد دنورو رسنیو دخبریالانو په قول د تسلیمي په ځای کې دوه تنه مول وهلي ځونان ولاړ و، د دې لپاره چې یاده شمېره پوره کړي، نو د پکتیکا د ملي راډیو تلویزون دریو تنو هم مولونه ووهل، چې د طالبانو د پنځو تنو د تسلیمي خبر مستند راشي.

د سیاسي شنونکو په قول په ځينو سیمو کې غیر قانوني وسله والې ډلې هم د سولې د ولایتي شوراګانو څخه د پیسو دلوټ په تمه له هغوی سره د سولې په نامه یوځاکېږي د نقدي پیسو له اخیستو وروسته خپله مخه نیسي.

د سولې شورا اړوند په داسې حال کې شکونه په یقین بدلېږي چې د ګډ حکومت مشر اشرف غني لا هم د سولې د رواستو ژمنې کوي. په داسې حال کې چې د خپلې واکمني په دویمه ورځ يې له امریکا سره لانجمن امنیتي تړون لاسلیک کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x