افغانستان

اشرف غنې د سولې د خبرو په تمه، پاکستان ته سفر کوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لړم ۱۰مه، ۱۳۹۳ل): د ګډ حکومت مشر اشرف غني د چین له څلو ورځني سفر وروسته هېواد ته راستون شو او پرون يې په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې پاکستان ته د سفر نیت لري.

نوموړي وویل چې پاکستان ته د سولې د همکاري په تمه ورځي او د سولې په برخه کې نه یواځې د پاکستان، بلکې  د چین، عربستان او ځینو نورو هېوادونو رولونه هم مهم دي.

نوموړي وویل چې ګډ حکومت د سولې لپاره هڅه کوي او غواړي چې په هېواد کې د جګړې ټغر ټول کړي.

باید وویل شي چې د تیر حکومت ولس مشر حامد کرزي هم پاکستان ته تر شل زیات سفرونه وکړل، خو نوموړي په خپل ورستیو څرګندونو کې وویل چې پاکستان ته دده ټول سفرونه بې پایلي تمام شوی، او هیڅ ګټه یې نه ده لرلې.

د یادوني وړ ده چې څو وړځي وړاندي کابل ته د پاکستان د لومړي وزیر نواز شریف د امنیت سلاکار سرتاج عزیز هم راغلی وو، نوموړي اشرف غني ته د هغه د نوي چوکۍ مبارکي وویل او ښاغلي اشرف غني څخه یې پاکستان ته د ورتګ غوښتنه وکړه.

د اشرف غني منتقدین وايي چې نوموړي تر اوسه خپله کابینه نه ده اعلان کړې، او ټول والیان، وزیران او د حکومت جګ پوړي چارواکي یې سرپرست اعلان کړي، او په داسي حال کې نوموړی د بهرنیو هیوادونو په چکرونو پیل کړی، چې له کبله یې په هیواد کې دننه د خپل بل شریک ډاکټر عبد الله سره د اختلاف ریښې په ټینګېدو دي، او ګمان کیږي چې د کابیني اعلان هم له همدې کبله ځنډول کیږي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x