افغانستان

«برتانويان په هلمند کې سخت ځپل شوي»

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لړم ۱۰مه، ۱۳۹۳ل): له هلمنده د برتانوي پوځیانو له وتلو وروسته تر ډېره د نړیوالو او کورنیو رسنیو د خبرونو د سرټکي پر همدې موضوع راڅرخېدل.

له برتانيې نه خپرېدونکې ډیلي ټلیګراف ورځپاڼې هم پخپله تازه ګڼه کې په هلمند کې د برتانوي پوځیانو په اړه مضمون خپور کړی دی.

د مضمون د لیکوال په قول په هلمند کې برتانوي پوځیان سخت وځپل شول، د لیکوال د مضمون له مخې په ۲۰۰۶ز کال د هلمند په کجکي کې يوه پېښه ډېره زړه لړزوونکې وه.

په یاده پېښه کې یو برتانوي په یو خښ کړی شوي ماین وربرابر شو، چې نور يې مرستې ته ورغلل پر هغوی هم یو بل ماین ورچاودیدي، چې ځای پر ځای ګڼ وژل شوي او ټپیان پرېښودل.

د ورځپاڼې د مضمون له مخې په دې پېښه کې اوه ویشت کلن مارک رایټ سخت ټپي شو، چې له د سختو ټپونو له امله نوموړي په روغتون کې سا ورکړه.

د مضمون لیکوال وايي چې د برتانیې پوځ نوموړي وژل شوي پوځي ته د پوځ تر ټولو ستر نښان ورکړ.

همدا راز وايي چې د مارک رایټ په راروان تلین کې به د نومبر په دولسمه د هلمند د کجکي د دې پېښې په اړه جوړ شوی فلم هم نندارې ته وړاندې شي.

د برتانيې له پوځي رورزنې وروسته راغلی افغان عسکر عبدالقیوم چې د میدان وردګو ولایت اوسېدونکی دی، وايي چې انګریزانو د تېرو ټولو جګړو او اوسنۍ جګړې انځوریز تاریخ ساتلی دی.

نوموړی وايي چې دغه نندارځی په خورا خوندي ځای کې دی، چې په یوه پراخ تالار کې د هرې جګړې انځورونه او د انګریزانو همکارو او مخالفو افغانانو انځورونه نصب دی.

د عبدالقیوم په خبر د ده انګریز ملګري هغه پر دې ملامت کړ، چې د انځورونو په تالار کې يې د غازي محمد جانخان له انځور سره عکس واخیست خو له شاه شجاع سره يې وانه خیست.

عبدالقیوم  وايي انګریز ملګري په بې تفاوتۍ راته وویل: دا د سل کاله وړاندې خبرې دي، ته باید هغه ضد ونه لرې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x