د ایټالیا د عسکرو شمېره به په روان کال کې 4200 ته ورسیږی

us_force_afghanistanد اټلی وزیر دفاع اغناسیو لاروسا ویلی چې د اټالیا د عسکري ځواکو شمېره به په روان کال کې 4200 ته ورسیږي.
لاروسا ژورنالیستانو ته وویل چې اضافي ځواکونه به د عسکرو روزنکي وي. مخکې ایټالیا ویلي وو چې ددوي د ځواکو شمېره به 4000 ته پورته سي.
د تیري جمعې په ورځ د ایټالیا یو عسکر چې ماتیو میوتو نومیدي وژل شوي وو، او په وژل شوي عسکر سره د ایټالیا د عسکرو مرګ 34 ته رسیږي.
مخکي د ایټالیا وزیر دفاع ویلي وه چې مذکوره عسکر په په دراز کوف باندی ویشتل شوی وو.. مګر اوس یي منلي چې ددوی پر عسکري مرکز باندي طالبانو برید کړی وو چې په نتیجه کې یې دغه عسکر ووژل شو.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د