افغانستان

فاریاب: ناقانونه وسلواله اوه تنه ووژل

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لړم ۱۰مه، ۱۳۹۳ل): په فاریاب ولایت کې د ناقانونه وسله والو ډلو تر منځ په نښته کې له دواړو لوریو نه د اوه تنه وژل شوي دي.

د فاریاب والي محمد الله بتاش رسنیو ته ویلي چې یاده پېښه د پښتونکوټ په ګلم باف سیمه کې رامنځ ته شوې چې په اوه تنه وژل شويو کې یوه مېرمن هم ده.

د فاریاب والي وویل چې دوی د دې ډلو د نیولو یا پوښتلو زور نه لري، ځکه چې یا دوی پخپله زورور خلک دي یا هم په دولت کې پراخ لاس لري.

د فاریاب په پښتونکوټ کې د مدد، مجید ګلم باف او قادر رحماني په نومونو د قومندانانو ډلګۍ فعالې دي، چې وخت ناوخت سره په ښکر کېږي او ډېری وخت يې قربانیان عام وګړي وي.

که څه هم د فاریاب والی د یادو دریو سرو قومندانانو ډلګۍ ناقونونه وسله وال بولي او وايي چې پخپل سره په سیمو کې لوټ او وژنې کوي، خو مجید ګلم باف بیا وايي چې نوموړی له دولته منظم معاش اخلي او د دولت ملاتړی دی.

د طالبانو ویاند قاري محمد یوسف احمدي هم وايي چې په پښتونکوټ کې د ملي جنبش د قومندان مجید او د جمعیت اسلامي د قومندان رسول ترمنځ نښته شوې چې مرګ ـ ژوبله يې اړولې.

د فاریاب والي وايي چې د دې ډلو په وړاندې بې وسه دي او دوی يې د له منځه وړلو توان نه لري.

تر دې وړاندې د کابل امنیه قومندان جنرال ظاهر هم ويلي وو، چې په کابل کې د غلو، سړي تښتوونکو او لوټ ګرو ترشا زورو لاسونه دي چې دوی يې په وړاندې بې وس دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x