روغتیا

که غواړئ ژمي کې زکام نه شئ!

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لړم ۱۱مه، ۱۳۹۳ل): په زکام نه اخته کیدو موثره لاره ورزش دی. ضروروي نه ده چې هر انسان خپل نور ضروروي کارونه پریږدي او هر ورځ څو ساعته ورزش وکړي. د ورزش لږه اندازه هر ورځ ډیر روغتیايي گټې لري. مکمله هفته کې یوازې څو ساعته ورزش به مو له ډیرو ناروغیو وژغوري.

څیړنه کې ثابته شوې چې یوه هفته کې دوه نیم ساعته ستړی کوونکۍ ورزش له زکام څخه مخنیوی کوي. دغه څیړنه د لندن سکول اف های جېن اینډ ټراپیکل میډیسن له خوا شوې.

دغه څیړنه کې چې په انلاین بڼه شوې ۴۸۰۰ کسانو گډون کړی وو.

د څیړونکو په وینا نه ستړی کوونکی ورزش څخه په انسان کې د زکام ضد خاصیت نه پیدا کیږي. زکام ضد خاصیت حاصلولو لپاره باید انسان ستړی کوونکی ورزش وکړي او ډیره خوله تویه کړي.

د زکام دغه سروې له تیرو پنځه کلونو څخه روانه ده او هر کال کې معلوموي چې کوم کسان په زکام اخته کیږي او کوم نه اخته کیږي.

دغه سروې کې د عمر او اولاد لرل یا نه لرل سربیره دا هم پوښتي چې په هفته کې څو ساعته ستړی کوونکی ورزش لکه منډې وهل یا لوبې کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x