نظــر

کوباني له فلسطين او مسجد اقصی ډېر سپېڅلی دی؟!

ليکوال: عبدالباري عطوان – د عربي چارو لندن ميشتی کارپوه او د «رأي اليوم» تحليلي ويبپاڼې مسؤول مدير

ژباړن: احمدالله احمدزی

د فلسطين ولسمشر محمود عباس پر دې ویاړي، چې دی به لويديځه تراډه کې هيڅکله د اسراييلو پر ضد د نوي قيام اجازه ور نه کړي او اسراييلو ته يې يادونه کړې، چې د پنځوس ورځنۍ جګړې په ترڅ کې د دوی له لوري يوه مرمۍ هم پر اسراييلو نه ده لګېدلې او په عين حال کې اسراييل د ياسر عرفات له ترور څخه پاک بولي، نو بيا طبعي خبره ده، چې اسراييلي ښکېلاګر به مسجد اقصی ته ننوځي، توهين به يې کوي او د ۱۹۶۹م کال کې له سوځولو وروسته به يې لومړي ځل لپاره د بندولو جرات هم کوي.

په داسې وخت کې چې اسراييل په نړۍ کې د منزوي کېدو په درشل کې دي له او سختو نړيوالو فشارونو سره مخ دي، د فلسطين ولسمشر ورسره په ډېره خوږه او نرمه لهجه خبرې کوي او اسراييلو ته ډاډ ورکوي، چې دوی به هيڅکله د اسراييلو پر لور يو توغندی هم ونه ولي او د حماس توغنديز بريدونه «عبث» بولي.

محمود عباس دا خبرې د اسراييلو «لسم» تلويزون سره په خپله تازه مرکه کې کړي دي.

کېدای شي، چې د فلسطيني ولسمشر محمود عباس يو شمېر چاپلوسان به دا وايي، چې د ولسمشر د همدې نرمې پاليسۍ له امله د سويډن حکومت د لومړي ځل لپاره ازاد فلسطیني دولت په رسميت وپيژانده او د بريتانيا پارلمان هم دې ورته پرېکړه کړې ده، چې د فلسطين دولت دې په رسميت وپيژندل شي، مګر موږ په وار وار دا خبرې په کلکه رد کړي او بيا يې هم ردوو؛ ځکه چې داسې خبرې د فلسطيني ولس د قربانيو او سرښندونو سپکاوی دی او د همداسې نرمې پاليسۍ له امله يهودو فلسطين کې خپلې ابادۍ جوړې کړې او ورځ تر بلې د اقصی جومات شاوخوا خپل قوت نور هم ټينګوي، د اسراييلي يرغلګرو تېري او ظلمونه زياتيږي او په نړيواله کچه د فلسطيني قضيې اهميت ورکيږي او نړيوال هم له دې قضيې سترګې پټوي.

ولسمشر محمود عباس په همدې خبره ټينګار کوي، چې دی به راتلونکي وخت کې هيڅکله د اسراييلو پر ضد د نوي قيام اجازه ورنکړي او هغه ورځې يې هېرې شوې، چې دی په تونس کې له هېواده لرې پروت و او همدې شهيدانو د وينو او قربانيو په برکت دې ځای ته ورسيد او تر اوسه چې پر دغه څوکۍ پاتې دی، دا يوازې او يوازې د اسراييلو پر ضد د فلسطيني ولس د مقاومت او قربانيو برکت دی.

تر اوسه چې چا د فلسطين لپاره قرباني ورکړې او يا يې راتلونکې کې ورکوي او مسجد اقصی او نورو اسلامي او مسيحي سپېڅلو ځايونو ساتنه کوي، دا يوازې او يوازې ولسي مقاومت دی او فلسطيني چارواکو د فلسطين په تاريخ کې هيڅکله قرباني نه ده ورکړې او نه به يې ورکړي.

نتنياهو چې مسجد اقصی د مسلمانانو پر مخ بند کړ، نو پر سبا له خپلې پرېکړې په شا شو، ځکه چې نوموړی پوهېده، چې که د مسجد اقصی تړل دوام وکړي، چې فلسطيني ولس به د دوی پر ضد يو ځل بيا راپورته شي او اوس د اسراييلو هغه پخوانۍ دبدبه نه ده پاتې، چې پر فلسطينيانو دې خپل ظلمونو او تېريو ته دوام ورکړي.

د شهيد معتز حجازي هغه توغنديز بريدونه چې فلسطيني خاوره کې يې پر افراطي يهودانو کول دا کار د يهودي مشرانو او اسراييلي چارواکو لپاره يو پيغام و، چې د فلسطين سپېڅلې خاوره به هيڅکله يرغلګرو ته اجازه ورنکړي، چې دغه سيمه تر خپلې ولکې لاندې وساتي او په هره بيه چې وي، فلسطين د يهودو له چنګاله خلاصوي.

ډېری لوستونکي له ما پوښتي، چې دا کوباني «عين العرب» له فلسطين څخه هم سپېڅلی او مقدس دی؟ «ايا عين العرب کې کوم داسې سپيڅلي ځايونه شته، چې موږ دې ترې نه يو خبر؟ نو دا خلک ولې د کوباني په اړه لالهانده دي او هر ډول وسلې او جنګي الوتکې ورليږي؟»

د دې لوستونکو خبره او نيوکه پر ځای ده، ځکه چې عربي چارواکي بلکې نور مسلمانان هم د اسراييلو پر ظلمونو او تېريو پټه خوله دي او مسجد اقصی بندول ورته هيڅ اهميت نه لري او خپله ټوله توجه يې هغه ځای وي، چېرته چې د امريکا متحده ایالاتو توجه وي او اوس خو يې نوې قبله کوباني «عين العرب» دی، ځکه چې امريکا پرې خوښيږي.

پخوا به موږ خپلو عربي چارواکو ته دعاوې کولې او د خير تمه به مو ترې وه، چې دوی به فلسطين او مسجد اقصی له يهودي اشغاله خلاص کړي، مګر چې دې وروستيو کې موږ وليدل، چې دوی ټول په يوه خوله د فلسطين پر ضد د اسراييلي تر شا ودريدل او دعاوې يې کولې، چې ژر تر ژره د غزې ټول ولس د ځمکې له سره لرې شي او فلسطيني مقاومت له بيخه ورک شي او دغه سپېڅلې مجاهده او صابره خاوره د تل لپاره د جهاد او مجاهدينو له وجوده پاکه شي.

فلسطيني ولس به يو ځل د اسراييلو پر ضد نوی جهادي پاڅون پيلوي او د ولسمشر عباس نرمې پاليسي ته به هيڅ اهميت ورنکړي او د بې غيرتۍ دا سياست به د تل لپاره دفن کړي، چې اسراييلو ته د خبرو اترو او مذاکراتو سوالونه کوي.

پخوانی ولسمشر ياسر عرفات د اسراييلو او هغو د غلامانو پر لاسونو پر زهرو ووژل شو؛ ځکه چې نوموړی دې ته نه و تيار، چې د فلسطيني خاورې په يوه لوېشت خاوره هم سودا وکړي او د «کامډيويډ» او «اوسلو» په مذاکراتو کې يې د فلسطيني ولس رښتینی استازيتوب وکړ او زه فکر نه کوم، چې محمود عباس دې دومره غيرت ولري، چې د اسراييلو پر وړاندې دې داسې کلک ودريږي.

مسجد اقصی داسې غيرتي ولس لري، چې په خټه کې غيرت او قرباني پرته ده او هيڅکله به يهودي ښکېلاک او د هغو لاسپوڅو ته اجازه ورنکړي، چې فلسطيني سپيڅلې خاوره اشغال کړي او د فلسطين اسلامي هويت له منځه يوسي. د فلسطيني ولس د قربانيو تاريخ ټولو ته معلوم دی او له هر ډول استثنا پرته ګرد ولس په ګډه د غزې تراډې، جنين، خليل، نابلس، بيت الحلم او نورو سيمو کې د اسراييلي ښکېلاکګرو غرور له خاورو سره خاورې کړ.

د فلسطينيانو دوهم قيام د ايريل شارون د ژوند پای و او درېيم قيام به يې ان شاءالله د نيتنياهو د ژوند پای وي او د اسراييلي دولت د له منځه وړلو نيک پيل ګڼل کيږي.

عربي او اسلامي ولس به عراق، شام او فلسطين کې امريکا ته ماتې ورکړي لکه څرنګه يې، چې عراق او افغانستان کې له شرمېدونکې ماتې سره مخ کړه او مبارکه اقصی به د تل لپاره د اسلامي امت لپاره د عزت او غرور يو دنګ منار وي. «صبرا يا اهل ياسر»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

الله ج دی د فلسطین ، عراق ، افغانستان او ټولی نړی مجاهدینو ته د ځان د دفاع او غچ اخستنی توفیق ورکړی ، ورکړی او ورکوی تر هغی چه دوی خپل ایمان ټنیګ او خوندی وساتی او غیر له الله ج بل طاغوت څخه ویره ونه کړی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x