د ناټو ۳ سرتیري په بمي چاودنو کې وژل شوي

natoنن د ناټو ویاند ویلی چې دوی خپل درې سرتیري په افغانستان کی بایللي.
د ناټو ویاید وویل چې په دوو جلا جلا بمي چاودنو کې چې یوه یي په جنوب کې او به د افغانستان په شرق کې شوی، د دوي ځواکونو ته مرګ ژوبلي اړولی.
ده وویل چې په جنوب کې یو سرتیری او په شرق کې دوه سرتیري وژل شوي.. مګر دا یی نه ده واضحه کړې چې د کوم هیواد تابع عسکر وژل شوي.
بهرني ځواکونو د یو ازادي خبری سرچینی په قول 711 عسکر په کال 2010 کي له لاسه ورکړي وه، چې دا د تیرو کلو په نسبت خورا ډیر عدد وو.
بهرني ځواکونه عموما خپل د وژل شوو عسکرو شمېره ډیره کمه وایی، مګر ازاد څیړونکي په دې باور دي چې ددوی د وژل شوو عسکرو شمیره تر دې څو چنده زیاته ده.

په دې کال کې تر اوسه د بهرني ځواکونو نهه (9) تنه سرتیري وژل شوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د