افغانستان

ارګ د رولا غني خبرې «تحریف شوې» بولي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لړم ۱۱مه ۱۳۹۳ل): د افغان ولسمشر اشرف غني مېرمن، رولا غني د اکتوبر پر یودېرشمه نېټه د فرانسې له فرانس پریس خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي و چې «د فرانسې د حکومت له خوا پر نقاب بندیز ستايي او پلوي يې کوي».

د ولسمشر د عیسوۍ-لبنانۍ-امریکايۍ مېرمنې دغه وړ څرګندونې په افغانستان کې په تېره په خواله رسنیو کې توند غبرګونونه له ځان سره لرل. په افغانستان کې د رولا غني پلویان هم هڅه کوي چې د دې مېرمنې پر عیسويتوب پرده واچوي؛ ځکه چې ولس د جمهور رئیس لپاره دغسې ښځه وړ نه بولي.

rola ghani nunn
رولا غني د افغان ولسمشر لومړنۍ مېرمن ده چې د دوو (امریکا او لبنان) بهرنیو هېوادونو تبعه او عیسوي مذهبه ده.

دغه غبرګونونه هغه مهال پراخ شول چې په افغاني رسنیو کې لومړی نن ټکي اسیا د مېرمن رولا غني څرګندونې خپرې کړې. تر هغې پورې نورو افغاني رسنیو په دې اړه څه نه و لیکلي.

په هغې مرکه کې چې ډیلي میل انګلیسي ژبې ورځپاڼې يې په اړه راپور هم لیکلی و رولا نقاب کاروونکې مسلمانې ښځې له «ړندو» سره ورته بللې وې.

فرانسې په ۲۰۱۱م کال کې عامه ځایونو کې پر نقاب او حجاب دواړو بندیز لګولی و. مېرمن رولا په ډېرې زړورتیا سره وویل: «زه د دې بندیز ملاتړې یم!».

د اشرف غني مېرمن وايي: «د برقعې او نقاب په اړه د فرانسوي قانون په بشپړ ډول ملاتړ کوم. نقاب او حجاب د مېرمنو د ازادانه حرکت مخه نیسي، نقاب تر یوه حده ړندو ته ورته دی».

په ۲۰۱۱م کال کې د فرانسې هېواد له خوا دغه وړ بندیز په اسلامي نړۍ کې ډېر توند غبرګونونه راوپارول. د بشري حقونو ځینو خپلواکو ادارو پوښتنې راپورته کړې چې دا قانون د «مذهبي ازادیو» پر مخ خنډ دی.

په افغانستان کې د مېرمن رولا غني دوه ورځې مخکې مرکې چې هغې د فرانسې ملاتړ وکړ، دا مسئله یو ځل بیا راپورته کړه.

نن ارګ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د مېرمن رولا غني خبرې «تحریف» شوې دي. د ارګ ویناپاڼه لیکي: «د افغانستان د لومړۍ مېرمنې څرګندونې د مرکې له اصلي متن سره، چې په فرانسوي ژبه ترسره شوې ده، په بشپړ ټکر کې خپرې شوې دي». خو ارګ د اغلې رولا غني د خبرو جزیاتو ته له اشارې تېرېږي چې نقاب یې له «ړندو» سره ورته بللی و. د ارګ په ویناپاڼه کې د مېرمن رولا غني د خبرو اصلي برخې ته اشاره نه کېږي.

ولسمشر اشرف غني د لبنان په بیروت امریکايي پوهنتون کې د زده کړو پر مهال له مېرمن رولا سره اشنا شو چې بیا وروسته د ګډ ژوند تلپاتې شریکان شول.
ولسمشر اشرف غني د لبنان په بیروت امریکايي پوهنتون کې د زده کړو پر مهال له مېرمن رولا سره اشنا شو چې بیا وروسته د ګډ ژوند تلپاتې شریکان شول.

ارګ ستونزه د اغلې رولا د د خبرو د فرانسوي په ژباړه کې ګڼي.

په داسې حال کې چې فرانس پریس د فرانسې معتبر خبري اژانس دی چې فرانسوي يې رسمی ژبه ده.

په ورته وخت کې د ښاغلي اشرف غني له ولسمشرۍ سره دا څوومه پېښه ده چې د خلکو اسلامي احساسات راپاروي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x