د نن سرلیکنه

د اسلامي حجاب پرخلاف د رولاغني احمقانه څرګندونې – سرمقاله

نن ټکی اسیا: سرمقاله: د لړم د میاشتې په نهمه نیټه د افغانستان لومړۍ میرمنې رولاغني له فرانس پریس خبري اژانس سره په خپلې تازه مرکه کې ویلي چې دا د فرانسې له دې تګلارې سره موافقه ده، چې د ښځو لپاره يې پر بورکې او نقاب بنديز لګولی دی.

په اسلامي شریعت کې دښځمنو لپاره حجاب کول شرعي فریضه او د فتنو په وخت کې د ښځې د مخپټوالی د څلورو مذهبونو د امامانو په نزد مُفتی بِهِ امر دی.

همدا راز افغاني ټولنه چې ۹۹ اعشاریه اوه سلنه وګړي یې مسلمانان دي مسلمانې ښځې یې حجاب کول (مخپټول) د اسلامي حکم ترڅنګ خپل افغاني کلتور هم بولي.

رولاغني چې نه مسلمانه ، نه افغانه او نه هم داسلامي او افغاني ټولنې له خصوصیاتو سره بلدیت لري غواړي په دغه ډول غیر مسؤلانه څرګندونوسره د خپل خاوند ترڅنګ ځانته هم د نړیوالو رسنیو پام راوګرځوي.

رولا غني دافغاني ټولني له مزاج او خاصیت سره دیوې نابلدې میرمنې په توګه دا هم نشي درک کولای چې ولي د دې خاوند حتي په رسمي تشریفاتو کې نیم ګز تسبیح د تظاهر په ډول له ځان سره ګرځوي ؟

ولي په ریاکارانه ډول سپینه لنګوټه پرسر کوي ؟ ولي يي قرآن کریم د خپل ټاکنیز نشان په توګه غوره کړی، او ولي یې د خپلو بهرنیو سفرونو پیل سعودي عربستان ته د عُمرې په سفر پیل کړ؟

ځواب ښکاره دی چې نوموړی غواړي په دا ډول تظاهرانه کړنوسره افغانانوته خپل ځان یو متدین مسلمان معرفي کړي ؛کنه په حقیقت کې ښاغلی اشرف غني د یوه سیکولر انسان په توګه نه قرآن کریم ، نه عُمرې، نه تسبیح او نه هم لنګوټې عقیده لري؛ ځکه هغه تر مسلمان له مخه یو سیکولریست دی او سیکولریستي (Secularity)نظریه هرچاته معلومه ده چې پرمذهب نه ولاړه مفکوره ده.
دحجاب په اړه د آغلي رولاغني احمقانه څرګندونې سربیره پردې چې له اسلامي معتقداتوسره په ښکاره ټکر کې دي ، خپله د دې د خاوند له اسلام تظاهرانه اعمالوسره هم منافات لري.

ښايي د رولا غني څرګندونې دغربي ټولنو د بي مهاره بدلمنو ښځو لپاره د تائید وړ وي ، خو د افغانستان غوندې د یوه مسلمان هیواد د باعفته مسلمانو خویندو لپاره له توهینه ډاکې داسې څرګندونې دي چې باید نوموړې د افغانستان د قوانینو په رڼاکې ورباندې مجازات شي.

د رولاغني سفیهانه څرګندونې په داسې حال کې په رسنیوکې راڅرګندیږي چې د افغان ایکس پریس ورځپاني د توهین آمیزه لیکنو پرخلاف لاهم د افغانانو دکرکې او انزجار څپه نده خاموشه شوې.

د اچې د افغانستان دلومړۍ میرمنې په توګه خپله د رولاغني موجودیت ترشرعي او قانوني اعتراضونو لاندې دی او نوموړې پرهغه سربیره د اسلامي احکامو او افغاني اصیل کلتور پرخلاف څرګندونې هم کوي ، د نوموړې دا عمل له دې پرته چې د اسلامي معتقداتو پرخلاف د دې د حماقت او سفاهت تعبیر وبلل شي بله هیڅ توجیه نه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x