fbpx

امریکا به په روان کال کې 1400 ځواکونه نور افغانستان ته واستوي

us-soldiers-ghazniامريكا غواړې چې د روان کال د عملیاتو لپاره افغانستان ته 1400 اضافي فوجیان واستوي.
نن د پنجشنبې په ورځ په وول سټریټ جورنال امریکایی ورځپاڼه کې راغلي چې دغه امریکايي نوي ځواکونه به د رواني میاشتي په مابینځ کې افغانستان ته راتګ شروع کړي.
او دا ټوله نوي ځواکونه به د کندهار شا وخوا متمرکز کیږي، په کوم ځای کې چي امریکایانو اوس هم په عملیاتو بوخت دي.
امریکا چې په افغانستان یې په کال 2001 کې فوځی یرغل کړی، نه کاله باده هم په جنګ بوخت ده او په اوسنی وخت کې تر یوه لک زیات ځواکونه په افغانستان کې د ازادي غوښتونکي افغانانو سره په جنګ بوخت دي.
د امریکا ولس مشر باراک اوباما د خپل هیواد د ولس تر زیات فشار لاندي دی چې ژر تر ژره خپل ځواکونه ددې جنګ ځپلي هیواد څخه وباسي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د