نړۍ

بنګلادېش: د جماعت اسلامي يو بل مشر هم په مرګ محکوم شو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لړم ۱۳۹۳ل): د بنګلادېش د جنايي جرمونو يوې ځانګړې محکمې د دغه هېواد تر ټولو ستر دينی ګوند «جماعت اسلامي» يو لوړپوړی مشر په اعدام محکوم کړ.

نن يکشنبه د جنايي جرمونو قاضي عبيدالحسن د ۱۹۷۱م د جنګي جرمونو په تور د جماعت اسلامي لوړپوړی مشر قاسم علي په مرګ محکوم کړ.

راپورونه وايي، چې د اعدام د پرېکړې اوريدو پر مهال قاسم علي ډېر ارام او ډاډه ناست وه.

قاسم علي د بنګلاديش جماعت اسلامي د پاليسي کميټې غړی او د مالي چارو مسؤول ګڼل کېده.

د يادونې وړ ده، چې د بنګلاديش د جنګي جرمونو محکمې تېره اوونۍ د جماعت اسلامي یو بل مشر مطيع الرحمن نظامي هم په مرګ محکوم کړ او له هغې څه موده مخکې يې د جماعت اسلامي يو بل مشر عبدالقادر ملا اعدام کړ.

د محکمې له پرېکړې وروسته ټول بنګلاديش کې د يادې پرېکړې پر ضد لاريونونه او مظاهرې پيل شوي دي.

هغه مهال، چې عبدالقادر په اعدام محکوم شو، ټول بنګلاديش کې د محکمې د پرېکړې پر ضد تاوتريخوالی رامنځته شو او ډېرو کسانو ته په کې مرګ ژوبله واوښته.

۱۹۷۱م کال کې د بنګلاديش د جلا کېدو پر مهال د پاکستان او بنګلاديش تر منځ نهه مياشتې جګړې وشوې او د بنګلاديشي حکومت له قوله د يادې جګړې په ترڅ کې درې لکه امنيتي کسان او ولسي وګړي وژل شوي دي.

محکمې د نننۍ پرېکړې له مخې د جماعت اسلامي يو شمېر نور مشران هم په ۷۲،۷۲ کالو بند محکوم شول او د قاسم علي وکيل نن ناوخته رسنيو سره په خپلو خبرو کې وويل، چې د نوموړې پرېکړې پر ضد به سترې محکمې کې عريضه کوي.

د ۱۹۷۱م کال د جګړو قضيې د څېړلو په ترڅ کې ۲۰۱۰م کال راهيسې ۱۲ کسان په مرګ محکوم شوي، چې ډېری يې د جماعت اسلامي لوړپوړي غړي دي.

جماعت اسلامي بنګلاديش کې سياسي فعاليتونه کوي او له هر ډول نظامي کارونو بې برخې دي، مګر د وخت چارواکي يې ترهګر او د هېواد دښمنان بولي، مګر جماعت اسلامي په خپلو اعلاميو او ويناوو کې د چارواکو دغه خبرې اسلام سره دښمني بولي او زياتوي، چې چارواکي هر ځای او هر وخت اسلامپال په هېواد کې کمزوري وويني، نو تهديدوي يې او له صحنې يې د ويستلو کوښښ کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x