افغانستان

سعودي ۳۰۰زره افغان کارګرو ته د کار جواز ورکوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لړم ۱۱مه ۱۳۹۳ل): د کار وزارت وايي چې سعودي شاوخوا ۳۰۰زره افغان کارګرانو ته د کار جواز ورکوي.

د ګډ حکومت ولسمشر اشرف غني تېره ورځ په یوې خبري ناسته کې وویل چې سعودي هېواد د ثور د اومې کودتا وروسته افغاني کارګرانو ته د کار جواز نه دی ورکړی.

نوموړي چې څو ورځې وړاندې سعودي ته د عمرې ادا کولو او د سعودي چارواکو سره لیدنې لپاره سفر کړی و، د خپلو لیدنو په اړه خبري ناستې ته وویل چې افغاني کارګران په سعودي کې له خورا مشکلاتو سره مخ ول خو د سعودي حکومت د چارواکو سره په وروستیو کتنو کې یې دغه ستونزه حل کړه.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي چې د افغاني کارګرانو د ستونزو د حل لپاره به ژر د دواړو لوریو تر منځ یو هوکړه لیک لاسلیک شي.

ددغه وزارت ویاند علي افتخاري ویلي چې زیات شمېر افغان کارګران په پاکستاني پاسپورتونو تللي دي خو کوم افغانان چې په افغاني پاسپورتونو تللي د کار جواز نه لري.

افتخاري زیاته کړې چې ددغه هوکړه لیک پر اساس به هغه افغان کارګران چې پر پاکستاني پاسپورت سعودي ته تللي دي، افغانی جواز ورکړل شي او سعودي به همدا راز هغو افغانانو ته چې د کار ویزه نه لري، هغوی ته به ویزه ورکړي.

نوموړي دا څرګنده نه کړله چې افغاني کارګران به څه ډول له نورو کارګرانو بيلوي.

اوسمهال لسګونه زره افغانان په سعودي کې د پاکستان او ایران پر پاسپورتونو کار کوي.

دا لا معلومه نه ده چې دغو کسان څنګه د پاکستان او یا هم د ایران پاسپورتونه لاسته راوړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x