نړۍ

پاکستان – هند پولې سره نیږدې چاودنې تر ۴۸ زیات کسان وژلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لړم ۱۱مه ۱۳۹۳ل): د پاکستان د پنجاب ایالت مرکزي ښار لاهور سره نېږدې د هند- پاکستان پر پولې درنه چاودنه شوې چې تر دې مهال د پاکستاني عسکرو په شمول تر ۴۸ زیات کسان وژل شوي.

پاکستاني رسنۍ لیکي چې چاودنه درنه وه، زیاته مرګ ژوبله یې اړولې او په وژل شوو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

ایکسپریس خبري ورځپاڼې د خپل خبریال له خولې لیکلي چې په چاودنه کې تر دې مهاله د ۴۸ کسانو د وژنې او ۷۵ د ټپي کېدو تصدیق شوی دی.

ورځپاڼه لیکي چې په وژل شوو کې پاکستاني عسکر هم شامل دي.

پاکستان – هند پر پوله (واګه) هره ورځ سلګونه کسان راټولیږي خو د یکشنبې په ورځ د پوځ د رسم ګذشت د کتلو لپاره زیات خلک راټولیږي.
پاکستان – هند پر پوله (واګه) هره ورځ سلګونه کسان راټولیږي خو د یکشنبې په ورځ د پوځ د رسم ګذشت د کتلو لپاره زیات خلک راټولیږي.

پولیسو ویلي چې چاودنه یو سرتیري بریدګر کړې. د پنجاب ایالت د پولیس مشر مشتاق سکیرا ویلي چې په چاودنه کې ۵ کیلوګرام چاودیدونکي توکي استعمال شوي.

ځايي رسنۍ وايي چې په وژل شوو او ټپي شوو کسانو کې زیات شمېر د پاکستاني عسکرو دی.

سرچېنې وايي چې د چاودنې وروسته پوځ سیمه کلابنده او ټولې لارې بندې کړې.

پاکستان – هند پر پوله (واګه) هره ورځ سلګونه کسان راټولیږي خو د یکشنبې په ورځ د پوځ د رسم ګذشت د کتلو لپاره زیات خلک راټولیږي.

د نورو ورځو په پرتله پر دغه ورځ امنیت هم ټينګ نیول شوې وي.

تر دې مهاله د برید پړه چا پر غاړه نه ده اخېستې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x