کندز: د طالبانو په برید کې تر اویا زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې. کرزي غندلې

kunuz_14march2011كندوز (نن ټکی آسیا، 14 مارچ 2011): نن دکندوز په مرکز کې دننه د ملی اردو دجلب او جذب پر مرکز باندي برید شوی، چې له امله یې لږ تر لږه 33 کسه وژل شوي او 40 نور ټپیان دي.
طالبانو ددې برید مسولیت پر غاړه واخیست او ویلي یې دي چې دغه برید یو فدايي برید وو او د کندز یو اوسیدونکي چې سیف الله نومېده تر سره کړی،

دوی نور ویلي چې په برید کې یې لږ تر لږه 31 کسان چې ټول یې دولتي چارواکي وو، او ځینی جګ پوړي چارواکي هم په کښي کی دي.
د بلي خوا د افغانستان اولس مشر حامد کرزي په خپل یوه خبر پاڼه کې چې د پيښي وروسته یې مطبوعاتو ته سپارلې ویلي: (”د افغانستان د خلکو د دښمنانو دا ډول وحشي تروریستي بریدونه به هیڅکله هم د هېواد د امنیتي ځواکونو او په امنیتي ځواکونوکې د افغان ځوانانو د شمولیت روحیه کمزورې نه کړي،بلکې د خپلو خلکو د امنیت د ساتنې او د تروریستانو د ځپلو په لاره کې به ددې هېواد د ځوانانو هوډ لا پیاوړی کړي“ ).

 

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د