افغانستان

غزني: په دوو ترافیکي پيښو کې 49 کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

traffic_afghanistanغزني، ( نن ټکی آسیا، 14 مارچ 2011 ): نن سهار په نهو بجو د کابل – کندهار پر لویه لار د غزني ولایت د د مرکز په کروسای سیمه کې د بهرني ځواکونو د اکمالاتي کاروان یو ټېلر موټر له مخامخ راتلونکي 303 موټر سره وجنګید، 303 موټر د هلمند ولایت څخه کابل ته روان وو، چې له امله یې 7 کسان وژل شوي او 31 نور ټپيان شوي دي.
د ټپیانو چې ښځي او ماشومان هم په کښي شامل دي، روغتیايي حالت یې د اندېښنې وړ بلل سوی..
په یوه بله پېښه کې چې د همدې ولایت په روضي کوتل سیمه کې رامنځته سوې، له امله یې 11 تنه ټپیان شوي، دا پېښه د دوو 303 ملي بسانو تر منځ د ټکر له وجي را منځته سوه.
د غزني د ترافیکو مدیر سر څارمن محمد الله احمدي ویلي چې د ټکر لامل د سړک د سور کموالی او د ددغو بسانو چټک تګ دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x