په چاودنه کې څلور پاکستاني کاریګرو ته مرګ ژوبله اوښتې
جلال اباد ( نن ټکی آسیا، 14 مارچ 2011 ): پرون مازیګر ناوخته د ننګرهار ولایت د سرخ رود په ولسوالۍ کې د یوې چاودني له امله یو پاکستانۍ کاریګر مړ او درې نور ټپیان شوي.
دغه پاکستانیان په سیمه کې د جومات جوړوني په کارو بوخت وه، چې یوه زړه سرګلوله یې پیدا کړې وه، او هغه یې ټکولې وه، چې بیا وروسته پر دوی پټاو سوه.
د ټپیانو روغتیايي حالت ښه او د خطره وتلی دی.