کرکټ: د هندوستان لوبډلې سریلانکا ته په ۱۶۹ منډو ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لړم ۱۱مه، ۱۳۹۳ل): د هندوستان او سریلانکا ترمنځ پنځه یو ورځنیو سیالیو لړۍ لومړۍ لوبه نن تر سره شوه. نننۍ لوبې پچه سریلانکايي لوبډل مشر وگټله او توپ اچونې پریکړه يې وکړه چې وروسته هندي توپ وهونکو دغه پریکړه غلطه ثابته کړه.

هندي توپ وهونکو د تل په څیر نن هم ښه لوبه نندارې ته وړاندې کړه او سیالې لوبډلې ته د ۳۶۴ منډو ستر او مشکل هدف په ټاکلو بریالي شول.

دغه لوبه کې شېکر داون ۱۱۳، اجېنکیا رهانې ۱۱۱ او سریش راینا ۵۲ منډو جوړولو سره د هندوستان لپاره ډیره غوره توپ وهنه وکړه او ستر هدف په ټاکلو کې يي مهم رول ولوباوه.

هندوستان لوبډلې پوره ۵۰ اورونو کې یوازې ۵ لوبغاړو له سوځیدو وروسته ۳۶۳ منډې جوړې کړې.

سریلانکايي توپ اچونکي گامېج ۱، راندیو ۳ او پرې یانجن ۱ لوبغاړي په سوځولو بریالي شول.

سریلانکا لپاره غوره توپ وهنه جایوردنې ۴۳، پریرا ۲۹ او ترانگا ۲۸ منډو جوړولو سره وکړه. دغه لوبه کې تکړه توپ وهونکی کمار سنگېکارا یوازې ۱۳ منډې جوړې کړې.

سریلانکايي لوبغاړي د ۳۹.۲ اورونو تیریدو سره خپل ټول لوبغاړي یوازې ۱۹۴ منډو جوړولو وروسته له لاسه ورکړ او دغه لوبه يي ۱۶۹ منډو له ستر توپیر سره وبایلله.

نننۍ لوبه کې هندوستاني توپ اچونکي هم هندي توپ وهونکو په څیر ډیر ښه وځلیدل او سیالې لوبډلې ته یي د منډو جوړولو موقع په لاس ور نکړه.

هندي توپ اچونکي ایشانت شرما ۴، یادف ۲، پټېل ۲، اشوېن او سریش راینا د سیالې لوبډلې یو یو لوبغاړي وسوځول.

د سیالیو دغې لړۍ دوهمه لوبه به د نومبر میاشت په شپږمه تر سره شي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د