fbpx

له ډاکټر داود مېرکي سره د نن ټکي اسیا ځانګړې مرکه

د لیکوال په اړه

 ډاکټر محمد داود میرکي د امریکا متحده ایالاتو په شیکاګو کې مېشت افغان اکاډیمیک شخصیت، سیاسي فعال او شناند دی. په عامه پالیسي کې له امریکا ډاکټري لري. پي ایچ ډي تیزس یې د افغانستان پر وروستي پاتې‌ توب لیکلی. د منځني ختیځ په اړه تخصص لري.

ځینې افکار:

په ټول افغانستان کې يې د امریکایانو له خوا د یورانیمو پر کارونې سروې کړې ده او دا غمیزه یې په ۲۰۰۴ کې خپره کړه. د ټوکیو د جنګي جرمونو نړیواله محکمه (۲۰۰۹) کې د جیورج بوش پر ضد د شاهد په توګه وړاندې شوی. د افغانستان د ولسمشرۍ نوماند و؛ خو د بهرني «ښکېلاک» او د «پښتنو ډله ییزو وژنو» په اعتراض له خپلې نوماندۍ پر شا شو. د بشري حقونو مدافع دی او د ډیورند کرښې دواړو غاړو ته د غربيانو له خوا د پښتنو د «جنوسایډ» (نسلي وژنې) سخت مخالف دی.

نن ټکی اسیا: په سر کې، که د «ملي يووالي» په نامه د حکومت پر دې ډول تبصره ولرئ. ایا دې حکومت ته د «ملي یووالي» حکومت ویلی شو

میرکی: په سیاست کې مجبوريتونه شته، ځېنې ټکي استعمالیږي چې هغه ضروري نه ده د هغه حالت نمایندګي وکړي، سبب یې دا دی چې یو حالت ته مشروعیت ورکول معمولا داسې منځ ته راځي، مثال په ډول دوی چې په کومو هېوادونو حمله کوي لکه په افغانستان یې چې وکړله، دوی ورته وايي لیبریش (ازادي) یعنی ازادول د یوه مملکت چې په حقیقت کې د هغه مملکت غلامېدل دي او نیول دي دوی چې ورته لیبریشن وايي یا موږ دیموکراسي راولو ددې هدف دادی چې د کولنیلزم ټکی ایسته کړه، ځکه خلک ورته په بده سترګه ګوري او پر ځای يې مثبت ټکی غوره کوي. نو د ملي یوالي حکومت یو په اصطلاح مجبوري حالت دی چې د ملي یوالي حکومت ورته وایي. په حقیقت کې د ملي یووالي حکومت دا مانا لري چې د افغانستان ټول غړي په کې برخه واخلي، داسې نه چې د شمالي ټلوالې یو څو کسان راشي او مثال په توګه بحیث د ۵۰ فیصده ملت نماینده شي او هغه بل اړخ د نورو ۵۰ فیصده ملت نماینده شي. که څه هم ولس په اشرف غني باندې پانګه اچولې وه خو غني د عبدالله د ټیم چې یو بایللی ټیم و، ټولې غوښتنې یو پر بل پسې ومنلې مشکل داسې دی چې د شمالي ټلوالې او اشرف غني تر منځ دا حالت چې راغی دا یو فلسفي اړخ لري. دلته دوه مختلفې فلسفې دی، یو په اصطلاح ځانته جهادیان وايي نو له همدې خاطره ټول جهادیان هغوی سره یوځای شول د حزب اسلامي بعضې غړي، سیاف پلویان او نور. دا غاړې نورو ته په دې سترګو کتل کیږي چې ګواکې سیکولر دي، له غربه راغلي، چپیان ورسره دي. زما په اند دا اجتماعي تجربو ته باید په افغانستان کې د پای ټکی کېښودل شي، ځکه ملت نوره حوصله ددې نه لري چې په حیث دې یو اجتماعي لابراتوار استعمال شي. نو ځکه دوه مخالف لوري سره یوځای کېدل په خپل ذات کې مشکلات پېښوي البته د دوی یوځای کېدل سبب امریکا وه او روس او ایران په ټينګه سره خپل ملاتړ او په میلیونونو ډالره يې ډاکتر عبدالله د کمپاین پر پرمختګ مصرف کړي. اما په دې ډول چې ورته ووایې چې دا د ملي یووالي حکومت دی، په اساسي توګه سره د ملي یووالي حکومت نماینده ګي نه کوي، اما یو شی ویلی شو چې که د جبر د زمان له لوري ورته وګورو، د هغو مجبوریتونو د راتګ په چوکاټ کې داسې یو حالت ته امکانات برابریږي چې ښکېل کسان دې ته هڅوي چې ځېنې ټاپې قبولې کړي.

په اساسي توګه د ملي یووالي حکومت نه ده، خو د وخت د مجبوریتونو پر اساس ورته د ملي یو والي حکومت ویلای شو.

نن ټکی اسیا: څو میاشتینیو ټاکنیزو لانجو ته په پام سره، بیا وروسته ان د حکومت پر مهال د دواړو ټیمونو د غړیو کله کله پاروونکو څرګندونو په نظر کې نیولو سره د مشترک حکومت دوام څومره ممکن ګڼئ؟

میرکی: دا ډیره مهمه پوښتنه ده او ډیر مشکل هم ده چې سړی ووايي چې اینده به څه ډول وي. مثال اشرف غني یو ډول فکر لري، عبدالله بل ډول فکر لري. عبدالله ته ۵۰ فیصده واک ورکول دا مانا لري چې یو موټر دوه ډریوره لري، یو یې شاته چلوي بل یې مخ ته، یو یوې خواته غواړي موټر کش کړه بل بلې خوا ته، موټر یوې خواته هم نه ځي. اما په دې کې اشرف غني کولای شي بعضې کارونه وکړه چې کابینه جوړه کړه او په کابینه کې متخصصو اشخاصو و ته ځای ورکړي، متخصصو اشخاصو ته داسې ځای ورکړي چې ځوانان وي او داسې کسان وي چې جرات ولري، ونه ډار شي او د ابتکار فکر ولري او بیا دا مسله ولس ته وړاندې کړي، ولس ته ووايي چې زه خو دا کار کوم که د عبدالله او نورو مخالفت ورته پیدا شي، دی مجبور دی لکه اول چې ده باید کړي وای چې ولس ته وړاندیزونه کړي وای چې وروره دغه ستاسو رایې دي، زه خو ستاسې لپاره دریږم، تاسې زما ملاتړ کوئ، په هغه وخت کې عبدالله خېلو او نورو کسانو بیا جرات نشو کولای دا ټول ډي ډي ار دي، یو ټوپک او کلاشنکوف يې لري دوی (پلار) هم څه نشو کولای، یو واسکټ سره راغلل او اوس په میلیونونو ډالر لري، هغوی د جنګ جرات نه لري، که شراب هم ورکړي غره ته نه ځي. خبره داسې ده چې امکان لري اخلال وشي، امکان لري حالات خراب شي، امکان لري چې دوام ونه مومي. اما امکانات د دوام یې شته، هغه په دې اساس چې په احتیاط کار وشي او مسله باید ولس ته را وړاندې شي، مثال په توګه چې موږ دغه کار کوو، دغسې اشخاص ته ضروت لرو، دغه کسانو ته اړتیا لرو، څو زر تر زره دغه کار وکړي، ددې خبرو په ویلو سره ورته کسان ځای پر ځای کړي چې بل طرف بیا جرات ددې ونه شي کړای چې د ولس مقابل کې ودریږي چې نه دا شې موږ ته د قبلیدو وړ نه دی.

اشرف غني باید ملت ته خبره وړاندې کړي مثال توګه سره داسې چې زه غواړم کابینه جوړه کړم، کابینه کې داسې متخصصین وي چې د خیر لپاره کار وکړي. د پلان د وړاندیز څخه وروسته کسان باید وټاکل شي، او ولس ته ووايي چې دغه دغه کسان وټاکل شول، موږ زر غواړو کار وکړو، چې نتیجه د کار تاسې معلوم شي. یعنی ولس په دې کار کې برخه واخلي، داسې نه شي چې دغه پروسه یواځې اشرف غني وچلوي، ځکه که اشرف غني یې تنها وچلوي مشکل هغه بل طرف پیدا کوي، که ولس په دې کې داخل کړي چې دغه کیسه داسې ده، تاسې رایه راکړې، زه رییس جمهور شوم، زه غواړم کار وکړم، هغه بل طرف بیا نشي کولای خنډ ورته پیدا کړي.

نن ټکی اسیا: تاسې وویل چې د کابېنې په ټاکنه کې دې ولس ته هم برخه ورکړل شي، څو ورځې وړاندې رسنیو راپور ورکړ چې اشرف غني، قمر الدین شینواری لوی څارنوال په توګه وټاکلو خو وروسته د عبدالله پلویان ددغې ټاکنې په اړه سخت غبرګون وښود، همدا لامل و، د نوموړي رسما ټاکنه اعلان نشوه، دا چې په پیل کې دغه ډول مشکلات وي، که بالفرض ولس په کې داخل هم شي، څه فکر کوئ حکومت به دوام وکړي؟

میرکی: رهبریت تنها په دې باندې نه کیږي چې څوک، څوک وټاکي، رهبریت په انګلیسي کې ورته وايي چې انسان باید (کریزما) ولري، یو خاص ظرفیت ولري یو خاص ستوری ولري، چې جګ شي ولس ته ټکان ورکا، چې یو شی ووايي په هغه ودریږي. ثبات د یو شخص لپاره ډيره ضروري ده، داسې نه شي کیدلی چې شینواری یو ځل لوی څارنوال کړي او بیا پر شا ولاړ شي ځکه د عبدالله خېلو خوښه نه وي، دې د بدبختي وړاندوینه شوې وه چې ۵۰ فیصده واک به داسې بې نظمي راولي اما چې نه کیږي لاس باید پرې مینځي چې ځه کار نه کیږي. ۱۳ – ۱۴ کاله د کرزي صیب د لاسه ولس د حقوقو څخه محروم شو او د ټلوالې نازولي یې اموخته کړل، اوس یې چې ناز نه قبلیږي، اخطارونه ورکوي.

امریکا خو بې له هغې هم په دې کیسه کې شریکه ده، ټول کار د امریکا ده. امریکا چې اخطار ورکا دوی (د عبدالله ټیم) هیڅ نشي کولای.

اشرف غني باید جدي شي، داسې نشي کیدای چې یو ته هم زارۍ وکړه مچوکې ورکړه او بل ته هم. په دې ډول حکومت نه کیږي. حکومت باید په جدي ډول سره وی، په جدي ډول قدمونه واخلي، او ووايي چې دغه کوم، خوشحاله یې ښه که نه یې نو نه. تر اوسه پورې دې خلکو بغیر له دې چې رسوايي يې کړې بل څه شی نه. اما رسوايي يې په اخطارو کړې، دوی د بل څه شي ظرفیت نه لري.
مشکل بل دادی چې اشرف غني که ځان ته قوت ورکولای، د ملي یووالي په حکومتپه نامه کې دوی باید حزب اسلامي ته وړاندیز کړی وی، طالبان ته یې هم وړاندیز کړی وای، د اشرف غني لپاره د امن راتګ او سوله یو اساسي ټکی وي، خو د اختر لمانځه وروسته خبرې چې مخالفینو ته يې وویل چې تاسې څه غواړئ موږ ته یې ووایئ، زما په نظر ولسمشر غني باید دا خبره په ډير جدیت او تفصیل سره کړې وای وکړې داسې چې ورونو هر څه چې شوي دي، شوي دې وي، دا زما تنها ملک نه دی، ستاسې هم دی، ستاسې د اولادونو دی، تباه شو، داسې شو هغسې شو. دا ډول خبرې سړی وکړي څو په اصطلاح (انګیجمنټ) وشي، که دوی دا کسانو ته په حکومت کې برخه ورکړی وی، عبدالله او نورو څه مشکل نه شو جوړولای.

مشکل دادی چې حتی عبدالله کیدایشي مشکل پېښ نه کړي، خو چونکه د عبدالله یو شمېر پلویان مشکل پېښ کړي او هغوی په دې کې خپلې موخې لري لکه د بلخ والي، عطا نور یا نور اشخاص، چې هر یو په خپل نوبت ځانته امتیازات غواړي. په یواځې ډول هیڅ نه کیږي، که اشرف غني غواړي چې له دې حکومته حکومت جوړ کا دی باید جدي شي او دی باید با جراته کسان ځان سره ملګري کړي.
ماته ملګرو ډيرې خبرې کولې، ۵ کلونو مخکې . ما به چې په کرزي نیوکه وکړې نو دوی به ویل چې هغه یواځې وه، ما ورته ویل چې هغه یواځې نه و،موږ په سلګونو کسان هغه ته ورغللو، خو د ارګ دروازه يې یو څو غوړه مالانو بنده کړې وه او دده له لوري به یې ویل چې داسې نه کیږي. اشرف غني هم داسې نشي کولای. که غواړي د حکومت نه څه شی جوړ کړي، موږ یې تر شا ولاړ یو.

مهرباني دې وکړي، ولس ددې زغم نور نه لري، د مرګ، قتل، بدبختیو زغم ورسره نشته. که غواړي چې خیر ددې شي نه جوړ کړی دی دې مهرباني وکړي هغه کسان دې مخکې کړي….. مثال په توګه ځينې کسانو ماسره ارتباط ونیو، ما ورته وویل چې داسې کسان په کابینه کې کړئ چې جرات ولري او او ابتکار د کار ولري. ماته یې وویل چې ته خپله سي وي (بایوګرافي) راولیږه، ما وویل سمه ده، زه به خپله سي وي درولیږم، دوی د سي وي په غم کې دي او په دې غم کې دي چې تاسو د افغانستان په حکومت کې تجربه نه لرئ، افغانستان حکومت کې دا ۱۴ کاله هغه کسان وه چې غیر له غلا، بې کفایتي څخه یې بل کار نه و، که هغسې تجربې پسې ګرځي نو د کرزي پخوانۍ کابینه دې وساتي، د خواشیني ځای دادی چې داسې وزیران ګمارل شوي وه چې د کال په آخر کې به یې په میلیونونو ډالره په بودیجه کې پاتې وه ځکه په مصرف يې نه پوهېدل، د حیرانتیا ځای دی، که دوی ظرفیت درلودی دوی به بودیجه او نورې نړیوالې مرستې د ولس د خیر لپاره استعمال کړې وای.

نن ټکی اسیا: له یوه میاشت وروسته هم د کابینې څرک نه لګېږي. څه فکر کوئ، ایا ولسمشر د ډېرې کاري کابینې په لټه کې دی که بل لامل وینئ؟

میرکی: دواړه امکانات لري. کیدایشي کاري کابینې پسې ګرځي او ښايي دا امکان هم ولري چې غواړي د حکومت ځېنې پروسې او ځینو کارونو چې لا هم لګیا دی، غواړي هغه کارونه سرته ورسیږي، په شتون د اوسني وزیرانو اوسني والیانو چې په قدرت کې دي د هغوی په شتون سره غواړي کارونه سرته ورسوي. بعد له هغې چې کارونه یو حد ته ورسیږي، ممکن نوې کابینه داخله کا.

یا فرضا تر اوسه دده په نظر باندې مشخص اشخاص نه دي معلوم چې څوک څوک باید کابینه کې داخل شي که مثلا هدف د کابیني نه دا وي چې کارپوریشن دې جوړ کا، هغه بیا هسې وخت ضایع کول دی.

دی که غواړي کار وکا، دی ډي رمصروف دی، دی غواړي چې ټوټل مایکرو منجمنټ وکا یعنی وړو او غټو دواړو ته یې فکر دی. دی داسې نشي کولای چې شاته یې غوړه مال اشخاص وي، هغه کسان ټول چاپلوسان دي، هر یو یې پر شا ټپوي څو کابینه کې ځای ورکړي، دی که ريښتیا جدي وي ریښتیا هم غواړي سم کار وکړي، نو مستقل اشخاص دې وټاکي او استقلال د عمل دې ورکړي وروسته دې هغوی پریږدي چې په خپل ابتکار یو شی منځ ته راوړي. ځکه هغه د مدیریت طریقې چې دا ۱۴ کالو کې استعمال شوي دي او نتیجه يې نه ده ورکړې باید بدلې شي، ولس په ورکشاپو باندې نه چلیږي، افغانستان یو وروسته پاتې هېواد دی تاسې دا په ورکشاپ نشئ چلولای ، دا یو څه ډيسپلین ته ضرورت لري، دلته د ديموکراسي تر څنګه یو جدیت چې هغه ته کوتکراسي وایو هم ضرورت دی، تر هغه چې فشار نه وي څه نه کیږي، دا ولس دا ۳۶ کاله دې جګړې له امله خپل ژوند په وحشت تېر کړی د مرګ او ژوند څخه یې نور هیڅ هم نه دي لیدلي، دا خلک باید دسپلین شي، قانون باید پرې په جدي توګه عملي شي،ځکه هیڅوک باید د قانون څخه لوړ نه وي، هر وزیر باید ولس ته ووايي چې تر دغه وخته ماته وخت راکړئ چې نتیجه تاسې ته درکړم او که ومې نکړه، خدای پامان ځم.

مثال توګه رمضان بشردوست، نوموړی ملي شخصیت دی، لایق سړی دی. افغانستان کې چې څوک حق وايي هغه باندې خلک متأسفانه لیوني نوم ږدي. نو داسې اشخاصو ته ضرروت دی او دوی باید دغسې کسان مخته کړی. او نور ورته کسان په داخل او خارج کې ځای پر ځای کړه یو بل مشکل دادی چې ته د بهر نه خلک غواړې دوی باید داسې فکر وکړي چې کوم د بهر نه راغواړي هغوی د غلا لپاره نه راځي، هغوی د کار لپاره راځي چې د کار لپاره راځي باید د هغوی ضرورتونو پوره کړي. خلک کورونه لري، بچیان لري او مصرفونه لري، دوی چې خپل بچیان پریږدي هلته ورځي دا باید نظر کې ونیول شي. بې له هغې هم مصرفونه یې نړیوال سازمانونه یعنی یوسایډ (USID)، (IOM) او نور يې پر غاړه اخلي. کله چې څوک خپل کار په بهر کې پریږدي نو د بچیانو د روزي د ګټلو امکانات دې باید معلوم وي.

ډير کسان چې افغانستان ته پخوا راتلل هغوی به ویل چې موږ یې معاش څه کوو بې له هغې قرار دادونه دي، پیسې به ووهو، یو کال دوه کاله به يې تېر کړل، زیاتي د غلا پیسې به يې راوړې، مزې به یې خپله کولې.

نن زمان که ددغه فساد څخه د بهر نه راستون شوي افغانان لرې وساتي، نو د دوی ضرورتونه باید په نظر کې ونیول شي او پوره شي، اکثره هغه کسانو ته ځوانان دي او هیله ددې لري چې حکومت کې برخه واخلي د فساد څخه کرکه کوي.

ولسمشر ته باید سپینې خبرې وکړل شي، دا خبره چې ګواکې ولسمشر به د دوی په سپینو خبرو په غوسه شي باید په اصولو کې موجود نه وي.

نن ټکی اسیا: حکومت په دویمه کاري ورځ له امریکا سره لانجمن امنیتي تړون لاسلیک کړ. د دې بیړې لامل څه ګڼئ؟

میرکی: لومړۍ خبره داده چې د تړون امضاکولو مخالف هر هغه څوک دی چې ملي ارزښتونه په نظر کې ونیسي، دوی ټول يې مخالف دي. خو مشکل داسې دی چې د افغانستان خلک یې یو ځل شه وږي کړل، بیا یې د پیسو دیموکراسي راوستله، خلک يې په پیسو اموخته کړل، حکومت يې ټول په دې وتړلو… د معاشونو نه نیولې تر پروژو پورې. حتی تر هغې ورځې چې انتخابات خلاص شوي نه و، حکومت نشو کولای معاشونه ورکړي.

یو مملکت چې دې حال ته ورسیږي چې د هغه شتون او نه شتون د نورو اقتصادي ملاتړ پورې اړه ولري نو بله چاره نه لري چې غیر له دې چې تړون لاسلیک کړي.

بیړي ته ضرورت به نه و، خو بعضې شیان شته. کرزي چې نه وویل دا په دې مانا نه و چې دی ډير وطندوسته و یا ولس دوسته. دا یې ددې لپاره وکړل چې ده ویلي و چې خپله بدنامي پرې پټه کړي. چې څوک يې د شاه شجاع په نوم وانه اخلي.

نو د عبدالله خفګان، نېغیدل او جان کیري ته تلیفون کول، دا مانا لري چې نوموړي یو ملاتړ درلود،امریکا نه غواړي چې په افغانستان کې قوي حکومت وي او یو ملي رهبريت منځ ته راشي. امریکا غواړي چې داسې یو ضعیف حکومت باید موجود وي چې ژوند او مرګ یې د امریکا هیلې پورې تړاو ولري.

بله خبره داده که ریښتیا هم امریکا غوښتل چې اشرف غني په مستقل توګه په پښو ودریږي، او نور څوک یې خنډ نشي، نو دوی به شمالي ټلوالې شاته په ټېنګه نه دریدل لکه په تېرو ۱۴ کلونو کې یې تر شا دريدلي و. نو کله چې داسې کسان چې د دوی د اهدافو لپاره د ۲۰۰۱ راپدیخوا ګمارل شوي دي (شمالي ټلواله) خامخا د امریکا لپاره هر څه کوي، که بېړه وي او که نه. داسې حالات امریکا افغانستان ته راوړي دي چې د افغانستان حکومت او خلکو ته وښيي چې غیر د دوی له مرستې څخه د افغانستان شتون په سیمه کې امکان نه لري.

نن ټکی اسیا: حقوق پوهان وايي چې په تړون کې د امریکا لخوا یوازې مبهمې ژمنې شوي، داسې چې ژمنې الزامي نه دي، خو پر افغانستان بیا هر څه الزامي دي، تړون که وارزول شي، داسې ښکاري چې د افغانستان پر ګټه نه دی، تاسو په دې اړه څه نظر لرئ.؟

میرکی: تړون چې په داسې وخت کې وي چې دواړه لوري مساوي قدرتونه وي، بیا تړون د دواړو په ګټه وي، اما تړون په هغه وخت کې مشکل دی چې هغې ته د ګټې وړ په سترګو وکتل شي. کله چې هغه کس چې له تا تړون غواړي چې د هغه عسکر ستا په هېواد کې وي، ستا فضا د هغه په لاس کې ده، ستا ځمکه د هغه په لاس کې ده، ستا بندي و زندان د هغه په لاس کې دي، دا تړون د استقلال په چوکاټ کې نه دی امضا شوی. خلک مجبور شوي چې دا تړون امضا کړي، هلته یې پاکستان ته ګوته ورکړې چې هله په کونړ راکټونه ووروه، چې خلک وارخطا شي، نور مشکلات يې ورته پېښ کړل، هدف يې دا و چې وروښيي چې که دا تړون ونه کړئ، هېواد به مو بېرته د طالبانو د دورې وړاندې حالت ته ورشي، انارشي دلته راځي، نه به مو حکومت وي، نه به مو بیرغ وي، نه به نوم وي.

دا یوه معلومه خبره ده. دا نوی استعماري ذهنیت دی کله چې غواړي په یو مملکت کې یو حالت تحمیل کړي، نو خپل تحمیلي حالت ته مجبور یې چې هغه ته یو قانوني بڼه ورکړي او د قانوني بڼې ورکولو لپاره ته مجبور يې تړون وکړې، یو څه به کوې چې ۵ یا ۸ میلیارده ډالر د کال درکوو چې زیاتره عسکرو او پولیسو ته ځي. که دا شی دوام ومومي نو جنګ دوام ومومي او پښتانه به به کې مري.

نن ټکی اسیا: ولسمشر اشرف غنی احمدزي د پخواني ولسمشر حامد کرزي شرطونه د تړون په تړاو په پام کې ونه نیول، لامل یې څه بولئ او څومره یې زیانمن ګڼئ؟

میرکی: حامد کرزي دومره توره نه ده کړې، که ۱۳ کلونو کې موږ کرزي ته وګورو، د ده دومره جرات نشو کولای چې د فهیم او نورو ځواب ورکړي، پاتې خو لا امریکا شوه. ده چې دا عمل وکړ، یو خبریال په هندوستان کې له ده څخه پوښتنه وکړه چې ستا او د شاه شجاع څه فرق دی؟ ده ورته وویل چې زه په د خپلې واکمنۍ په اخر کې په بعضې حالاتو کې ټينګ شم؛ څو د خلکو به سترګو کې ماته یو څه درنښت پیدا شي او خلک مې د شاه شجاه په سترګو ونه ګڼي.

خبره داسې ده چې حقیقي سیاست دی، دلته د افغانستان حکومت نېغیدای نشي، دا یو ټریلین ډالر چې مصرف شوي، ۹۰ فیصده یې په عسکري عملیاتو شوي، دا پیسې بېرته هغه کمپنیو ته تللي چې وسلې یې جوړې کړي، هغه کمپنۍ پرې چلېدلی، افغانستان حکومت ته ډيرې محدودې پیسې ورکړل شوي، پروژې ټولې ناتکمیل شوي، یا داسې شوي چې پیسې مصرف شوي فقط یو رنګ ورکړل شوي، نور څه نه دي شوي. امریکایان د خلکو سترګو کې خاورې اچوي، چې موږ بنسټونه جوړوو، دا ښه دي، خو کله چې د ولس اساسي ضرورت پوره نشي، په خېټه وږي وي، امنیت نه وي، د ښارونو جوړښتونه نه شته، دې ته خوشحاله وي چې لوړ لوړ تعمیرونه جوړ شوي دي، کله چې باران وشي، د کابل ټول مرداري سرکونو ته راووځي. خدای مو خوار مه کړه تاسو یو اساسي کانالیزاسیون سستم هم نلرئ، کرزي دغه وخت کې یو څو استفادهې کولای شوای چې د ښارونو کانالیزاسیون يې جوړ کړي وې، په دې به د افغانستان خلک مصروف شوي وای، خلکو به یوه مړۍ ډوډۍ هم پیدا کړې وای، په عین حال کې به اساسي تغییر په ښارونو کې راغلی وی.

نن ټکی اسیا: د تړون پر لاسلیک طالبانو توند او چټک غبرګون ښکاره کړ. د تړون له لاسلیک وروسته د سولې بهیر څنګه ارزوئ؟

میرکی: کله چې یو طرف سوله وغواړي بل طرف یې هم باید وغواړي، امریکا چې څومر ماته ښکاري، دوی ۱۳ – ۱۴ کاله په افغانستان کې سوله نه غوښته او اوس یې هم نه غواړي. د قطر دفتر جوړ شو، دې سره ډير کار کیدلای شوای، ډير تغییرات راتلای شوای، دوی پاکستان یوې خواته ساتلی د خپلو ستراتيژیکي موخو ترلاسه کولو لپاره. حتی ایران غیر مستقیم د دوی د اهدافو لپاره کار کوي.

دوی لپاره افغانستان یو د شاپنګ خلته ده، شیان مو په کې واچول کور ته چې لاړې خلته بېرته واچوې، د دوی هدف چین او روس دی، افغانستان یو ځل مصرف دی. سوله خو مشکله ښکاري، خو یو امکان یې شته چې هغه د ستړیا خبره ده. ولس ستړی دی، نه څوک د جهاد غم کې دي نه د غیر جهاد. ولس غواړي نورمال ژوند وکړي، نه غواړي بچیان یې مړه شي، نه څوک د ږیرو غم کې دي نه د دیموکراسي او نه اسلامي دوی یواځې انساني غم کې دي. دغه مسله چې ولس ستړی شوی دی، ولس چې طالبانو ته ووایي چې خارجیان لاړل دا څو پاتې دي، دا به هم ووځي، اوس خو ډز او ډوز بند کړئ.

نن ټکی اسیا: خو طالبانو په قاطع ډول ویلي چې په افغانستان کې یو پوځي هم وي، دوی به خپله وسله واله مبارزه روانه ساتي، ایا تړون دغه جګړه نوره اوږده نه کړه؟

میرکی: زه طالبان او حزب اسلامي هم ګرم ګڼم، دوی باید داسې فکر وکا چې نننۍ نړۍ کې مطلقه ډول سره هيڅوک عمل نشي کولای، دا سیاست نه دی، د ټوپک څخه سیاست ته باید یوه لاره جوړ کړي، که په سیاست کې چا پښه کېښوده، دا په خپل ذات کې مانا لري چې جوړجاړي ته فکر وکا. جوړجاړی یواځېنی لاره ده.

امریکا چې یو ټریلیون ډالر مصرف کړي او مصرفوي یې د خپلو هدفونو لپاره او په میلیونونو نشیي توکي د افغانستان څخه انتقالیږي، هغوی په دې غم کې نه کي دي. که افغانستان ټوټي هم شي دوی یې غم کې نه دي. خلک باید هوښیار شي، هم طالبان او هم حزب اسلامي د افغانستان د خلکو د بقا لپاره او خصوصا د پښتنو د ولس وژنې د مخنیوي لپاره یو جوړ جاړی وکړي. خبره داسې ده چې طالبان او حزب اسلامي باید په دې پوه شي چې په دې جګړه کې یواځيني پښتانه وژل کیږي. نه بل قوم مري نه بل څوک. خارجیانو پښتانه تباه کړل هم یې بيځایه کړل. د دې جګړې نه هدف دا و چې پښتون قوم ضعیف کا، داسې یې کا چې شتون او نه شتون یې هیڅ اهمیت ونه لري. داسې حالت پرې راولي چې هغه حیثیت ولري لکه نورو ټيټو قومونو چې پخوا لاره. له یوې خوا یې پښتانه مجبوره کړل چې مهاجر شي، په داخل د هيواد کې، پښتون عادت دی چې غچ واخلي او داسې څوک نشته چې ورته ووايي غچ نتیجه نه لري، ځکه هم تاسو مرئ، هم له له تحصیله پاتې کیږئ، د ژوند له امکاناتو محرومیږئ، داسې نه کیږي چې دا ووايي چې تر هغو یو عسکر وي موږ به مبارزه کوو. مبارزه وکړئ خو تاسې باید د حل لاره هم ولرئ.

که سبا د سولې خبره وشي، تاسو ورسره کینئ، که مو فکر وه تېرجهاد کې چې دوی راغلل، حکومت یې ونیو، یواځينی شی یې دا و او پالیسي یې دا وه چې سینما بند کړئ، ښځه باید مخ داسې پټ کړي، د نارینه و څڼې داسې لنډې وي، پرتوګ داسې رنګ ولري، ټوله پالیسي یې په اخلاقیاتو څرخېدله. داسې حکومت نه کیږي.

دوی که ريښتیا غواړي چې سوله راشي، طالبان او حزب اسلامي باید خپل مسوولیت قبول کړي، داسې چې دوی د ولس د خیر لپاره یو جوړجاړی وکړي، دوی باید یو حل پسې وګرځي، تر څو به جنګ دوام کوي، جنګ باید پای ولري، دا چې امریکایان ووتل او دا د امریکا په تاریخ کې د افغانستان په تاریخ کې اوږده جګړه وه، دا په خپل ذات کې د طالبانو او حزب اسلامي لپاره کامیابي ده. دوی باید په دې ویاړ وکړي چې دا د دوی د مبارزي زور و.
پخوا به یې دوی ته تروریست ویل اما ورته مجبوره شول چې موږ غواړو ورسره خبرې وکړو، اما دا چې یو قدرت غواړي له تاسو سره خبرې وکړي، دا په خپل ذات کې کامیابي ده، دا کامیابي باید استعماله کړي. د دوی د مبارزې په زور ۴۵ بهرني هېوادونه په شمول د امریکا او ناټو ګنډو ته ښکته شول د لږو عسکرو پاتې کېدلو مسله وروسته حل کیدای شي.

دا ځېنې خلک وايي چې طالبان د پاکستان پر مرسته کامیابه شول دا یو مطلق چټيات دي، که بهرنۍ قوت په مبارزه کې مهم وای د حامد کرزي حکومت چې ټوله نړۍ ورسره ولاړه وه، باید د افغانستان هر کونج او غر یې تر لاس لاندې وای او د پاکستان سره ارتباطاتو شتون د تېر جهاد میراث دی او په اوسنۍ نړۍ کې په داسې جګړو کې خامخا د خپلو اهدافو د لاسته راوړلو لپاره ځېنې راکړه درکړه کیږي او طالبانو به هم کړې وي. خو خلک باید په دې ړانده نشي چې امریکایانو تر اوسه پورې لس لکه پښتانه وژلي، یورانیم یعنی زروي وسلې یې استعمال کړي دي او د پښتنو پر عزت یې تېری کړی دی، پاکستان دومره نر نه دی چې سرحد نه دا غاړه را واوړي، هر ډول تړاو چې پخوا یې له طالبانو سره درلوده، هغه به يې درلوده، که هغه تړاو دومره مهم وي، نو تېر جهاد هم د پاکستان مزدوري وه او مجاهدین هم په دې منطق باندې د پاکستان ګوډاګیان وه. حالا چې داسې نه ده.

اوس دا وخت را رسېدلی دی چې د افغانستان ټول بچي کیني، د خیر، امن او بیا رغونې لپاره کار وکړي. خو یوه اساسي خبره باید له یاده ونه ویستل شي چې هغه پښتانه چې د خپلو کلو، ځمکو او کورونو څخه د شمالي ټلوالې د ظلم بر بنسټ محروم شوي او ملګرو ملتونو تایید کړې چې ۳ لکه پښتانه د شمالي ټلوالې په زور په داخل او خارج افغانستان کې مهاجرت ته مجبور شوي، د هغوی حقوق باید ورکړل شي که نه سوله امکان نه لري.

دا فکر باید لږ پراخه شي، دومره باید محدود نه وي، دوی باید دا ټول حالات وڅېړي خپلې لاسته راوړنې وڅېړي، خپله بدبختي هم وڅېړي، هر څومره چې انارشي زیاته شي هغومره د هغوی بدبختۍ نه سوء استفاده کیږي.

یو وروستۍ خبره کوم چې افغانستان د جرګو ملک دی، یواځېنی د سولې په اړه دا ده چې کلی کور کې جرګې جوړې شي، قومي مشران باید تیږي کیږدي واک واخلي چې پخوا داسې وه اوس داسې ده نو موږ په دې اساس اوسني حالاتو په لیدو سره داسې کول غواړو. ځکه طالب او حزب اسلامي څه د اسمان نه دي راغلي، د همدې هېواد بچیان دی، داسې جرګې به جوړې شي، او سولې دې په لاس کې ونیسي.

د سولې شورا چې یو څو غله په کې ناست دي، دوی په مرمۍ ضد ډالر موټر کې تر دفتره راځي او دوی هیڅکله نه غواړي سوله راولي، ځکه دوی ۱۵- ۲۰ زره ډالر معاش اخلي دوی لیوني دی چې خپل معاش خراب کړي.

دا چې په ولس کې د جرګو په واسطه دا کار مخته ولاړ نشي او داسې کسان په کې برخه واخلي چې طالبان او حزب دواړه اعتبار ولري.

مثال په توګه کله چې طالبانو په قطر کې دفتر خلاص شو، په هغه ورځ چې دوی دفتر رسمي اعلان کړل ما ورته وویل چې تاسې اوس باید فکر وکړئ چې څه ډول له توپکه نه سولې په لوري قدم واخلئ.
دغه ډول کسانو ضرورت دی چې مسئولیت په غاړه واخلي، د سپین ګیرو سره یوځای د خیر لارې پسې وګرځي.

بل ډول داسې سوله راتلای شي چې که یو څوک یو خوا هم سوټی ونیسي او بل هم سوټی ونیسي مینځ کې د خلکو سرونه ماتیږي. مجبور دی یو نفر سوټي لږ ټيټ کړي چې خیر که دا خبره دې ونه منله بیا سوټی جیګوم.

که اشرف غني غواړي د حکومت نه یو شی جوړ کا ، نو وړ او پوه کسان دې وټاکي، استقلال د عمل دې ورکا، استقلال عمل سره ګډ ابتکار منځ ته راځي ابتکار خلکو ته خیر پېښوي.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
mujahid afghn
میلمه
mujahid afghn

خدای دې خير کوي نن هم له داسې خلکو سره مرکې پيل کړي داسې نه چې انحراف وکړي

عابد
میلمه
عابد

چاچي حقیقت درکړی وی هغه نو بیا داسي خبري کوي لکه میره کی صیب، په فکر او هڅو دی برکت شی، تر اشرف غنی خو د افغانستان لپاره میرکی ښه و چی ولس مشر سوی وای
افغانان څومره پوهان لری خو قدر یی نه کوی، او څومره غلامان لری خو ښه قدر یی بیا کیږی