افغانستان

یان کوبیش ته د ګډ حکومت مشرانو په شریکه مډال ورکړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لړم ۱۱مه ۱۳۹۳ل): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سازمان ځانګړي استازي ته د ګډ حکومت لخوا د «غازي محمد اکبر خان» مډال ورکړل شو.

یان کوبیش چې په افغانستان کې يې رسمي ماموریت پای ته رسیدلی نن ورته په ارګ کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې خدای پاماني وویل شوه.

په هغې ویډیو کې چې د ارګ له مطبوعاتي دفتره خپره شوې لیدل کیږي چې د ګډ حکومت دواړه مشران، ولسمشر محمد اشرف غنی او اجراییه رییس عبدالله عبدالله د یان کوبیش په مخ کې ولاړ دي او په شریکه د نوموړي په سینه د مډال ټومبلو هڅه کوي.

په ویډیو کې لیدل کیږي چې لومړی ولسمشر اشرف غني د یان کوبیش په سینه د مډال په ځړولو لاس پوري کوي، او بیا یې اجراییه رییس ډاکټر عبدالله ته، چې مخکې له مخکې ورسره ترڅنګ ولاړ وي، پریږدي ترڅو د مډال ځړولو وروستي مراحل بشپړ کړي.

د هېوادونو دیپلوماتیک رسم داسې وي چې د یوه هېواد یو مقام چاته مډال ورکوي. په صدارتي نظامونو کې یا ولسمشر او یا هم لومړی وزیر مډال ټومبي؛ خو د افغانستان په اوسني ګډ حکومت کې دا لومړی ځل دی چې دوه چارواکي په شریکه یو مډال ځړوي.

یان کوبيش د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر، جان کېري تر څنګ د اوسني «ملي یووالي» حکومت په رامنځ ته کېدو کې مهم رول لوبولی دی.

د یادونې ده چې له لانجمنو ټاکنو وروسته د حکومت اوسني اجراییه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله د ولسمشر اشرف غني سره په ټولو حکومتي چارو کې د ۵۰٪ فیصده واک په شریکولو جوړجاړي ته رسیدلی.

رسنیو ته د دواړو ټیمونو د یو شمېر غړو له خوا داسې راپورونه هم ورکول شوي چې د واک په وېش کې د ټیمونو ځینې غړي ناراضه دي.

د مډال له ځړولو وروسته د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړي استازی د ګډ حکومت له دواړو مشرانو سره د مننې په دود روغبړ وکړي.

باید وویل شي چې په دغو مراسمو کې د یان کوبیش ځایناستي «نیکولاس هیسم» ته د ګډ حکومت د دواړو مشرانو لخوا په شریکه ښه راغلاست وویل شو.

[fbvideo link=https://www.facebook.com/video.php?v=10152570507808292 width=620]

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x